اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي د برتانيې لخوا په رېفرنډم كښې د اروپائي ائتلاف څخه د جلا كېدو د پرېكړې به زر تر زره د پاكستان په معيشت كوم آغيز نه پريوځي بيا هم برآمد كوٶنكو له به خپل معيار لا ښه كول وي۔دا خبره د خارجه دفتر لخوا د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز خارجه دفتر كښې د يوې اعلٰې پائي …
د برتانيې لخوا د اروپائي ائتلاف څخه د وتلو د پرېكړې به د پاكستان په معيشت كوم اغيز نه پريوځي۔خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي د برتانيې لخوا په رېفرنډم كښې د اروپائي ائتلاف څخه د جلا كېدو د پرېكړې به زر تر زره د پاكستان په معيشت كوم آغيز نه پريوځي بيا هم برآمد كوٶنكو له به خپل معيار لا ښه كول وي۔دا خبره د خارجه دفتر لخوا د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز خارجه دفتر كښې د يوې اعلٰې پائي غونډې په مهال كړې ده ۔په غونډه كښې د برتانيې د اروپائي ائتلاف څخه د وتلو په وضعه غور وشو۔ په غونډه كښې د تجارت وزير خرم دستګير٬د وزيراعظم د سياسي چاور سلاحكار طارق فاطمي٬٬ سفير مسعود خان٬ ډي جي آئي اېس اېس آئي او نورو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تجارت وزارت ته د پاكستان برتانيې برآمداتو په اړه د بشپړه راپور وړاندې كولو وئيلي شوي وو۔غونډې دا خبره تر نظره وساتله چې د پاكستان برامد كوونكو لپاره ضروري ده چې خپلې ګټې لپاره په اوسنۍ وضعه كښې معيارې او جدېدې طرېقې خپلې كړې شي۔










