په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف وزريو د هند ځواب وركونكي ګرځولو غوښتنه

ملګري ملتونه ۔17اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ درېمې كمېټۍ غونډې په مهال پاكستان, استازو د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف وزريو د ځواب وركونكي ګرځولو غوښتنه كړې ده ۔ د پاكستان لنډ مهاله مستقل سفير عثمان جدون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر سره د انټراېکټو ډائیلاګ په مهال ووئيل هند د اوو لسيزو څخه د كشميري اولس …

ملګري ملتونه ۔17اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ درېمې كمېټۍ غونډې په مهال پاكستان, استازو د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف وزريو د ځواب وركونكي ګرځولو غوښتنه كړې ده ۔ د پاكستان لنډ مهاله مستقل سفير عثمان جدون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر سره د انټراېکټو ډائیلاګ په مهال ووئيل هند د اوو لسيزو څخه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق نه مني او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د يو شمېر قراردادونو ښكاره خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل د 5 اګست 2019 څخه وروستو هند د كشمير سياسي ثيادت په زندان كښې اچولے دے٬ په هغوي تشدد روان دے٬ د سوونو په شمېر کشمیری ځوانان بې ګناه ووژل شول۔ په مېرمنو تشدد د جنګي وسلې په توګه وكارولې شو او د پېلټ ګنز د لارې لوي واړه د سترګو له نظر څخه محروم كړے شول۔ ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر د كال 2018 او 2019 رپورټس حواله وركولو سره غوښتنه وكړه چې يو تازه رپورټ دې جاري كړے شي كوم چې د روانې وضعې سمه عكاسي وكړي۔ ده ووئيل هند د بشري حقونو په خلاف ورزيو كولو ځواب وركونكے نه ګرځول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نظام وقار زيانمند كوي۔ د دې كمېټۍ په يو بل سېشن كښې د پاكستان مشن قونصلرې صائمه سليم په هند كښې د رياستي او غېر رياستي عناصر لخوا د تشدد په زياتېدونكي رجحان اندېښنه ښكاره كړه۔ دې ووئيل پاكستان د هر ډول تشدد ختمولو له عزم لري او په نړيواله كچه به د داسې نظامونو مضبوطولو له خپل كردار ترسره كوي دغسې چې د شخړې او قبضې په حالت كښې د ژوند كوؤنكو وګړو د بنيادي حقونو او وقار تحفظ باوري كړے شي۔

مزید خبریں