انقرہ ۔17اکتوبر(اے پی پی) ترکیه وئيلي دي مونږ په غزه كښې د ګڼو هېوادنو فورس كښې برخه اخستو له په بشپړ ډول چمتؤ يوو۔ د العربیه له مخې د تركيه د دفاع وزير يشار ګولر په ټولو اړخونو زور راوړے چې د اور بند لوظنامه دې په بشپړه توګه عملي كړې شي۔ ده دا خبره په برسلز كښې د ناټو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه كښې وكړه۔ د ترک نیوز …
د غزه كښې په نړيوال فورس كښې ګډون له چمتؤ يوو: تركيه

مزید خبریں
انقرہ ۔17اکتوبر(اے پی پی) ترکیه وئيلي دي مونږ په غزه كښې د ګڼو هېوادنو فورس كښې برخه اخستو له په بشپړ ډول چمتؤ يوو۔ د العربیه له مخې د تركيه د دفاع وزير يشار ګولر په ټولو اړخونو زور راوړے چې د اور بند لوظنامه دې په بشپړه توګه عملي كړې شي۔ ده دا خبره په برسلز كښې د ناټو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه كښې وكړه۔ د ترک نیوز چېنل ’’ایه حابر‘‘ له مخې ده ووئيل مونږ خپل اتحاديان او پلويان خبر كړې دي چې مونږ په غزه كښې د ګڼو هېوادونو فورس كښې ګډون كولو له چمتؤ يوو۔ د دفاع وزير زياته كړه چې مونږ په غزه كښې په اور بند اطمينان لرؤ او دا يو عادلانه او تلپاتي دوه رياستي حل پلو اولنے ګام دے۔ مونږ په دې خبره زور راوړے چې د اوربند دې بشپړ خيال وساتلے شي او د بشري مرستې رسنه دې كوم خنډ سره مخ نه كړې شي










