بيجنګ 16 اكتوبر (اے پي پي) چين وئېلي دي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوٶ او د دې ملاتړ كوو۔ دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان د زيارت په ورځ د معمول بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې چين د پاكستان او افغانستان ترمينځه عارضي جنګ بندۍ پريكړه نوټ كړې او دواړو هېوادونو ترمينځه تعميري مكالمے د لارې مسئلو حل هڅو …
چين د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے وكړو

مزید خبریں
بيجنګ 16 اكتوبر (اے پي پي) چين وئېلي دي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوٶ او د دې ملاتړ كوو۔ دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان د زيارت په ورځ د معمول بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې چين د پاكستان او افغانستان ترمينځه عارضي جنګ بندۍ پريكړه نوټ كړې او دواړو هېوادونو ترمينځه تعميري مكالمے د لارې مسئلو حل هڅو هركلے كوو۔ ده ووئيل چې دا اقدام د دواړو ډلو په شريكه ګټه دے او سيمه ايز امن او استحكام لپاره به مرستياله ثابت شي۔ ده ووئيل چې پاكستان او افغانستان دواړه د چين نزدې او ګاونډي هېوادونه دي۔ چين په دواړو زور راوړې چې هغوي د تحمل مظاهره وكړي٬ بشپړه او پائيدار جنګ بندۍ پلو لاړ شي٬ د خبرو اترو او مشاورت د لارې اختلافات حل كړي او سياسي مفاهمت لارې ته بيرته راستون شي او دواړه هېوادونه او ټوله منطقه كښې امن او استحكام باوري كړې شي










