ډهاكه۔ 16 اكتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش كركت بورډ (بي سي بي) اعلان كړے دے چې روانه مياشت پېل كېدونكې نېشنل كركټ ليګ كښې په ابتدائي راونډ كښې به د كوكا بور غونډسكے كارولې شي ٬ دغسې په پاتي راونډز كښې به د روايت تر مخه ډيوك غونډسكي څخه مېچونه كولې شي۔ د كركټ وېب پاڼې تر مخه دا پرېكړه د ائر لېنډ په ضد چمتوالي نيولو لپاره …
د بنګله دېش كركټ بورډ په نېشنل كركټ ليګ كښې د كوكا بور غونډسكي د كارولو پرېكړه

مزید خبریں
ډهاكه۔ 16 اكتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش كركت بورډ (بي سي بي) اعلان كړے دے چې روانه مياشت پېل كېدونكې نېشنل كركټ ليګ كښې په ابتدائي راونډ كښې به د كوكا بور غونډسكے كارولې شي ٬ دغسې په پاتي راونډز كښې به د روايت تر مخه ډيوك غونډسكي څخه مېچونه كولې شي۔ د كركټ وېب پاڼې تر مخه دا پرېكړه د ائر لېنډ په ضد چمتوالي نيولو لپاره د ټېسټ سريز تر مخ شوې ده٬ دغسې چې لوبغاړو ته د چمتو پاتي كېدو موقعه وركړې شي۔د پي بي سي كركټ آبرېشن ډيپارټمنټ په وېنا تكنېكي كمېټۍ د دې بدلون منظوري وركړې ده۔ د پي بي سي تر مخه په ابتدائي راونډ كښې د كوكا بور غونډسكې كارول به لوبغاړو ته د دې بال سره د بلېدېدو موقع وركړي ٬ چې ورسره به په نړيواله كچه منتقل كېدل اسان شي۔د دواړو ډلو آئرلېنډ او بنګال تر مينځه د دوو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبے ټېسټ مېچ به په 11 نومېبر او دويم په 19 نومبر كېږي۔










