واشنګټن۔16 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې د هند وزيراعظم نريندر مودي ما ته باور راكړے دے چې هند به د روس نه تېل نه اخلي ۔ د تاس تر مخه د امرېكې صدر وېنا وه اوس زما هڅه ده چې چين هم په دې پرېكړه آماده كړے شي۔ د سپېنې ماڼې تر مخه يو پرېس كانفرنس ته هغه ووئېل مودي مونږ ته …
هند د روس نه د تېلو نه اغستلو باور راكړے دے ٬ د امرېكې ادعا

مزید خبریں
واشنګټن۔16 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ادعا كړې ده چې د هند وزيراعظم نريندر مودي ما ته باور راكړے دے چې هند به د روس نه تېل نه اخلي ۔ د تاس تر مخه د امرېكې صدر وېنا وه اوس زما هڅه ده چې چين هم په دې پرېكړه آماده كړے شي۔ د سپېنې ماڼې تر مخه يو پرېس كانفرنس ته هغه ووئېل مودي مونږ ته باور راكړے دے چې هغه به د روس نه تېل نه اخلي۔ دا يو لوي ګام دے او اوس به ما له چين هم دې پلو راوستل وي۔ هغه ووئېل د روسيه صدر ولاديمير پيوټن د يوكرېن شخړه ختمول غواړي۔ زما خيال دے چې روس له دا معامله ختممول پكار ده۔ هغه ووئېل د روسيه تېلو د اغستو معامله بيخي ختمول ممكن نه ده٬ خو عمل پېل شوے او دا به زر مكمل شي۔ دا لږ وخت اخلي ۔ صدر ټرمپ اشاره وركړه د يوكرېن جنګ خاتمې نه پس هند بيا د روس نه تېل اغستلے شي ٬ چې كله جنګ ختم شي او كه هند تېل نه اخلي نو دا چاره به بيا ډېره اسانه شي۔ واضحه دې وي چې صدر ټرمپ د دې نه وړاندې هم ادعا كړې وه چې هند به د روسيه نه د تېلو اغستل بند كړي ۔ خو تر اوسه داسې ونه شوه۔










