تهران ۔15 اكتوبر(اے پي پي) ايران يو ځل بيا په امرېكا د باور نه لرلو سره وئېلي دي د اوسنو تجربو نه پس ايران امريكا د باور وړ فرق نه ګڼي ۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د ايران صدر دفتر ډپټي ډائرېټر د اطلاعات مهدي طباطبائي يو بيان كښې وكړه۔ هغه ووئېل د حكومت موقف دے چې په امرېكا اوس باور نشي كېدے ځكه چې هغه وعدې …
د اوسنو تجربو نه پس په امرېكا باور ممكن نه دے ٬ ايران

مزید خبریں
تهران ۔15 اكتوبر(اے پي پي) ايران يو ځل بيا په امرېكا د باور نه لرلو سره وئېلي دي د اوسنو تجربو نه پس ايران امريكا د باور وړ فرق نه ګڼي ۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د ايران صدر دفتر ډپټي ډائرېټر د اطلاعات مهدي طباطبائي يو بيان كښې وكړه۔ هغه ووئېل د حكومت موقف دے چې په امرېكا اوس باور نشي كېدے ځكه چې هغه وعدې نه دي تر سره كړي او اوسني عسكري بريد باور ختم كړو۔ د هغه اشاره د امرېكې هغه بريدونو پلو وه كوم چې په جون كښې د ايران په جوهري تنصيبات شوي وو ۔ د ايران عهدېدار ووئېل د ايراني پلاوي سره په نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د امرېكې استازو سره د ملاقات موقعه وه خو مونږ د ملاقات كوم درخواست ونه كړو۔ دا خبره په داسې وخت كښې رامخې ته شوې چې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ووئېل واضحه شوې چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ايران په امناك جوهري پروګرام په اړه د ناسمه معولومات نه متاثره شوے ۔ د دې نه وړاندې د ايران خارجه وزارت د ټرمپ د خبرو اترو وړاندېز مخالصانه ګرځولو سره ووئېلي وو چې د هغه پاليسي او طرز عمل د ايران خلاف دي۔










