جنيوا۔ 15 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ترقياتي ادارې پوهانو د نهې په ورځ انكشاف كړے دے چې د اسرئيل په دوه كاله جنګي بريدونو د تباه شوې غزه بيا رغونې او محفوظه جوړولو لپاره به نزدې 70 اربه ډالره پكار وي۔دغسې مرستياله ادارو خبردارے وركړے دے چې اوس هم ډېره لږه مرسته فلسطنيانو ته رسېږي۔ د ملګرو ملتونو ترقياتي پروګرام (يو اين ډي پي) خاص استازي …
د جنګ ځپلې غزه په بيا رغونه به 70 اربه ډالره لګښت راخي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
جنيوا۔ 15 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ترقياتي ادارې پوهانو د نهې په ورځ انكشاف كړے دے چې د اسرئيل په دوه كاله جنګي بريدونو د تباه شوې غزه بيا رغونې او محفوظه جوړولو لپاره به نزدې 70 اربه ډالره پكار وي۔دغسې مرستياله ادارو خبردارے وركړے دے چې اوس هم ډېره لږه مرسته فلسطنيانو ته رسېږي۔ د ملګرو ملتونو ترقياتي پروګرام (يو اين ډي پي) خاص استازي جيكو سېئيرز تر مخه د غزه پټۍ كومه چې نه يوازې 41 كلو ميټره اوږده ده او د 2 نه تر 5 كلوميټره پلنه ده او د پرله پسې بمبارۍ نه ډېره ځپلې شوې ده٬ د غزه 84 فيصد سيمه تباه شوې ده او په غزه ښار كښې دا شرح 92 فيصد ته نزدې ده ۔ هغه خبريالانو ته ووئېل ملګري ملتونه٬ اروپائي ائتلاف او نړيوال بانك د اړخه د جوړ تازه “انټرم رېپډ ډيمېج اېنډ نېډز اسېسمنټ” ( آئي آر ډي اين ار) تر مخه په ابتدائي توګه به په راروانو دريو كالو كښې د 20 اربه ډالره سمدستي ضرورت دے۔ د هغه تر مخه تر اوسه 81 زره ټنه ملبه اخوا كړې شوې ده كومه چې د 3100 ټركونو برابر ده۔










