ماسكو۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) روس وئېلي دي د غزه لپاره د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په منصوبه د عمل درآمد نه وروستو د فلسطين رياست جوړېدل ضروري دي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د روسيه خارجه وزير سر ګئۍ لاروف په ماسكو كښې خبريالانو سره ملاقات كښې وكړه۔ هغه ووئېل روسيه په مېز د ټرمپ شته منصوبه غوره آپشن ګڼي خو دا د فلسطين مسئلې حل …
د ټرمپ منصوبه دا وخت غوره آپشن دے خو د فلسطين مسئلې حل نه دے٬ روس

مزید خبریں
ماسكو۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) روس وئېلي دي د غزه لپاره د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په منصوبه د عمل درآمد نه وروستو د فلسطين رياست جوړېدل ضروري دي۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د روسيه خارجه وزير سر ګئۍ لاروف په ماسكو كښې خبريالانو سره ملاقات كښې وكړه۔ هغه ووئېل روسيه په مېز د ټرمپ شته منصوبه غوره آپشن ګڼي خو دا د فلسطين مسئلې حل نه دے۔ هغه زياته كړه د ټرمپ په منصوبه كښې يوازې غزه شامل ده ۔ په دې منصوبه كښې د فلسطين رياست په اړه شرائط شامل دي خو د دې تفصيلي كېدل ضروري دي۔ د مغربي غاړې د قسمت تعين پكار دے۔ د روسيه خارجه وزير ووئېل د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې د 1967 سرحدونو تر مخه د يو مكمل سيمه ايز فلسطيني رياست شرط ایښودے شوے ۔ روس هم د ڼړيوالې ورورولۍ د ډېرو غړو غوندې په دغه قراردادونو د عمل درآمد عزم لري۔ هغه ووئېل زه يقين لرم چې په اوسنۍ منصوبه لا عمل روان دے ٬ مونږ د دې هڅې كاميابۍ لپاره هيله مند يوو او باوري ده چې دا منصوبه به په مكمل توګه نافذ كړې شي او اهداف به په مينځ كښې بدل نه كړے شي او دا چې رولز آف دې ګېمز به بدل نه كړې شي۔










