په تجارتي جنګ كښې به تر آخري حد جنګېږو٬ د چين امرېكې ته ښكاره ځواب

بيجنګ۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) چين اعلان كړے دے هغه د امرېكې سره تجارتي جنګ كښې تر آخري حد جنګېدو لپاره چمتو دے ٬ دا بيان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د چين په څيزونو د لا 100 فيصده تېرف عائد كولو د اعلان نه پس رامخې ته شوے دے ۔ د اے ايف پي تر مخه د چين تجارت وزارت يو وياند ووئېل د چين موقف …

بيجنګ۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) چين اعلان كړے دے هغه د امرېكې سره تجارتي جنګ كښې تر آخري حد جنګېدو لپاره چمتو دے ٬ دا بيان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د چين په څيزونو د لا 100 فيصده تېرف عائد كولو د اعلان نه پس رامخې ته شوے دے ۔ د اے ايف پي تر مخه د چين تجارت وزارت يو وياند ووئېل د چين موقف په تجارتي جنګ كښې بيخي واضحه دے ٬ كه امرېكا جنګ غواړي نو مونږ به تر آخري حده ځوو٬ او كه خبرې غواړي نو زمونږ دروازې عمر له بېرته پرتې دي۔ دا سخت بيان په په يو داسې وخت كښې رامخې ته شو چې كله ټرمپ د اوونۍ په اختتام په ټولو چيينائي څيزونو د اضافي ټېرف لګولو اعلان وكړو چې ورسره د نړۍ د دوو لويو معيشتونو تر مينځه تاو تريخوالے لا زيات شو۔ ډنلډ ترمپ ووئېل دا ګام د چين د اړخه تېره اوونۍ د ناوياته دهات په څانګه كشې د پراخه برآمدي بندېزونو په ځواب كښې پورته كړے شوے ٬ دا وخت د ناوياته دهاتونو په نړيواله منډۍ د چين اجاري داري ګڼلې كېږي۔ د امرېكې صدر ووئېل د وړومبي نومبر نه به د امرېكې په هر ډول “مهم سافټ وئير ” برآمد هم كنټرول نافذ كولې شي ۔ د چين وياند ووئېل په ناوياته دهاتونو او په اړوندو څيزونو د برآمدي قابو اقدامات د چين حكومت قانوني او آئينې حق دے كوم چې د قامي سلامتيا او نړيوالې سلامتيا تحفظ لپاره پورته كړې شوي دي۔

مزید خبریں