ملګري مللتونه 14 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د جمهوريه كانګو او روانډا ترمېنځه د امريكې په ثالثۍ كښې د امن تړون او د قطر لخوا د دوحه اعلاميه او بنديوانو د تبادلې نظام جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دا اقدامات د ختيز كانګو په ځپلو شوو سيمو كښې د جنګ بندۍ اميد راپېدا كړر۔د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د "عظيمو تالابونو افريقائي منطقې " په صورتحال …
پاكستان د كانګو او روانډا ترمېنځه د امن تړون او د قطر د سفارتي هلو ځلو هركلے وكړو

مزید خبریں
ملګري مللتونه 14 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د جمهوريه كانګو او روانډا ترمېنځه د امريكې په ثالثۍ كښې د امن تړون او د قطر لخوا د دوحه اعلاميه او بنديوانو د تبادلې نظام جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دا اقدامات د ختيز كانګو په ځپلو شوو سيمو كښې د جنګ بندۍ اميد راپېدا كړر۔د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د “عظيمو تالابونو افريقائي منطقې ” په صورتحال د بحث په مهال د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل اوسنے سفارتي پېشرفت امن لپاره نازك خو حقيقي موقعې رامخئ ته كوي۔ ده زور راوړو چې د جمهوريه كانګو خپلواكي او سيمه ايز سالميت بايد بشپړ احترام اوشي۔ سفير عاصم افتخار د ټوګو د صدر فاور ګناسنګبے د ثالثۍ د هلو ځلو هم ستائېنه وكړه چا چې ډي آر كانګو، روانډا او د اېم 23 ترمېنځجه د امن بحالۍ لپاره كردار لوبولے۔ ده په منطقه كښې معدني دولت په “مشتركه خوشحالۍ بدلول” د شخړې مستقل خاتمې لپاره ضروري وګرځولو۔ ده د ملګرو ملتونو امن مشن “مونسكو” (MONUSCO) ته د ورمخې ته مالي ستونزو ذكر كولو سره ووئيل مشن لا كمزورې كول نا بلكې قوي كولو ته اړتيا ده دغسې چې ھغه د جنګ بندۍ او د وګړو د تحفظ خپلې مهمې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو او د افريقائي هېوادونو په مشرۍ كښې د امن هلو ځلو بشپړ ملاتړ دوام دار ساتي ۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پاكستان “بليو هيلمټس” تر دوه لسيزو خدمات ترسره كړي او سږ كال په پېل كښې د مشن بشپړولو نه وروستو هېواد ته راستانه شوي دي ۔










