اسلام آباد۔ 13 اكتوبر(اے پي پي) هېليون پاكستان د كال 2024 په مهال د هېواد معيشت كښې د 237 اربه روپو د شراكت دارۍ سره د سرمايه كارۍ او روزګار موقعو وركولو كښې مهم كردار ادا كړے دے۔ دا انكشاف د آكسفورډ په تازه راپور كښې شوے دے كوم چې د حكومتي او كاروباري شخصيات په شته والي كښې د برطانيې هائي كمېشن ته وړاندې كړے شو۔ راپور تر مخه …
هېليون پاكستان د سركايه كارۍ او روزګار موقعو پېدا كولو كښې مهم كردار لري٬ د ايس آئي ايف سي په معاونت د سرمايه كارۍ ودې له اسانيو او سپېځلتيا زياته شوه ۔ د آكسفورډ اكنامكس رپورټ

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 13 اكتوبر(اے پي پي) هېليون پاكستان د كال 2024 په مهال د هېواد معيشت كښې د 237 اربه روپو د شراكت دارۍ سره د سرمايه كارۍ او روزګار موقعو وركولو كښې مهم كردار ادا كړے دے۔ دا انكشاف د آكسفورډ په تازه راپور كښې شوے دے كوم چې د حكومتي او كاروباري شخصيات په شته والي كښې د برطانيې هائي كمېشن ته وړاندې كړے شو۔ راپور تر مخه هېليون پاكستان د سرمايه كارۍ او روزګار پېدا كولو كښې مهم كردار ادا كړے دے٬ دا اداره د صحت اسانيو ٬ روزګار او د ځايي معيشت مضبوطولو كښې مهم كردار لري۔ د سرمايه كارۍ وزير مملكت ووئېل پاكستان د سرمايه كارۍ لپاره پرانستے دے او اوږد مهاله شراكت دارۍ له به وده وركولې شي ۔ د ماليات وزير مملكت ووئېل د هېليون تحقيق پاكستان كښې د ذمه واره سرمايه كارۍ مهم مثال دے۔ د ايس آئي ايف سي په هلو ځلو د سرمايه كارۍ موقعې زياتې شوي او شريكې مرستې ته وده تر لاسه شوې ده










