ميکسيکو سټي 11 اکتوبر (اے پي پي) ميکسيکو كښې د باران له امله بېلو پېښو كښې 23 كسان مړه شوې دي۔ اے اېف پي له مخې د ميکسيکو سول پروټيکشن اتھارټي چارواكو ووئيل د هېواد په 32 كښې په 31 رياستونو كښې بارانونه شوې چې پكښې زيات ځپلې شوي ختيز رياست ويراکروز ، مينځنې رياست کيريټارو ، هيدالګو او مينځنې ختييز رياست سان لوئيس پوټوسي شامل دي، هيدالګو رياست كښې …
ميکسيکو كښې د باران له امله 23 كسان مړه شول

مزید خبریں
ميکسيکو سټي 11 اکتوبر (اے پي پي) ميکسيکو كښې د باران له امله بېلو پېښو كښې 23 كسان مړه شوې دي۔ اے اېف پي له مخې د ميکسيکو سول پروټيکشن اتھارټي چارواكو ووئيل د هېواد په 32 كښې په 31 رياستونو كښې بارانونه شوې چې پكښې زيات ځپلې شوي ختيز رياست ويراکروز ، مينځنې رياست کيريټارو ، هيدالګو او مينځنې ختييز رياست سان لوئيس پوټوسي شامل دي، هيدالګو رياست كښې 16 كسان مړه شوې دي دغسې 1000 څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلې دې، پويبلا رياست كښې 5 كسان مړه شوې دغسې 11 كسان بے دركه شوې دي۔ويراکروز كښې يو کم عمره ماشوم دغسې کيريټارو كښې يو پوليس افسر مړ شوے۔صدر کلاؤډيا شينبام ځائې چارواكو او د کابينې غړو سره غونډي نه پس په سوشل ميډيا پليټ فارم ايکس ووئيل مونږ د ځپلې شوي آبادۍ مرستي، سړکونو بحالۍ او بجلي وركولو له كار كوو،پوځ ته ځپليو سيمو كښې امدادي سامان وركولو سپارښته شوې ده۔










