اوسلو 10 اکتوبر (اے پي پي) د وينزويلا د اپوزيشن لارښودې ماريا کورينا مچاډو د كال 2025 لپاره نوبېل امن انعام ګټلے دے ۔ د رائټرر له مخې د ناروے په دارالحکومت اوسلو كښې د دستورې په مهال د وينزويلا اپوزيشن لارښودې ماريا کورينا مچاډو ته د كال 2025 نوبېل امن انعام وركولو اعلان وشو۔ د نوېبل کميټۍ له مخې امن انعام د وينزويلا جمهوريت نواز لارښودې ماريا کورينا مچاډو …
د وينزويلا جمهوريت پسند لارښودې ماريا کورينا مچاډو د امن نوبل انعام وګټلو

مزید خبریں
اوسلو 10 اکتوبر (اے پي پي) د وينزويلا د اپوزيشن لارښودې ماريا کورينا مچاډو د كال 2025 لپاره نوبېل امن انعام ګټلے دے ۔ د رائټرر له مخې د ناروے په دارالحکومت اوسلو كښې د دستورې په مهال د وينزويلا اپوزيشن لارښودې ماريا کورينا مچاډو ته د كال 2025 نوبېل امن انعام وركولو اعلان وشو۔ د نوېبل کميټۍ له مخې امن انعام د وينزويلا جمهوريت نواز لارښودې ماريا کورينا مچاډو ته اولس لپاره د جمهوري حقونو ودې او د آمريت څخه د جمهوريت سپېځلې او د سوله ايزې منتقلۍ د هلو ځلو په سبب وركړے شو۔ د يادونې وړ ده د امريکا جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ د امن نوبېل انعام ګټلو كښې پاتې راغلو ٬ د كال 2025 نوېبل امن انعام لپاره د 300 نه زيات كسان نومولې شوي وو۔










