وېنزويلا د امرېكې په دړكو د سلامتي كونسل غونډې رابللو درخواست وركړو

كراكس۔ 10 اكتوبر (اے پي پي) وينزويلا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ناڅاپي غونډې رابللو درخواست وركړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه د وينزويلا حكومت وېنا ده د امرېكې زياتېدونكې دړكې د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خطر ګرځي٬ په خاص توګه په داسې وخت كښې چې كله امريكې د نشه ايئ توكو خلاف د كاروائۍ تر مخه جنګي بحري بېړۍ په كيرېبين كښې په …

كراكس۔ 10 اكتوبر (اے پي پي) وينزويلا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ناڅاپي غونډې رابللو درخواست وركړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه د وينزويلا حكومت وېنا ده د امرېكې زياتېدونكې دړكې د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خطر ګرځي٬ په خاص توګه په داسې وخت كښې چې كله امريكې د نشه ايئ توكو خلاف د كاروائۍ تر مخه جنګي بحري بېړۍ په كيرېبين كښې په ځائے كړې ده۔ په نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو هيډ كوارټر كښې سفارتي ذرائعو اے ايف پي ته ووئېل د سلامتي كونسل دا غونډه د جمعې په مازيګر 3 بجې كېږي ۔ وينزويلا سلامتي كونسل نه غوښتنه كړې ده چې هغه د امرېكې د ممكنه جارحيت خلاف بحث وكړي او خپل سفارشات جاري كړي ٬ دغسې چې د كومې هم جارحيت د منصوبې لاره ونيولې شي۔ د وينزويلا دې درخواست ته د چين ملاتړ هم تر لاسه دے ٬ كوم چې پخپله هم د سلامتي كونسل مستقل غړے دے او د ويټو طاقت لرونكو هېوادونو څخه دے۔

مزید خبریں