تل ابيب 09 اکتوبر (اے پي پي) د اسرائيلي نيوز ويب سائټ په غزه كښې د لوظنامې له مخئ د جنګ بندۍ تصديق كړے دے او د اسرائيل ځواكونو په غزه كښې د جنګ بندي په تړون عملدرامد لپاره چمتولے پېل كړے دے۔ د تاس له مخې د اسرائيل پوځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د اسرائيل وسله والو ځواكونو د لوظنامې د يوې برخې په توګه تيارۍ پېل …
غزه كښې د لوظنامې له مخې جنګ بندي٬ هر ډول اپرېشنل پېشرفت لپاره چمتو يوو۔ د اسرائيل پوځ

مزید خبریں
تل ابيب 09 اکتوبر (اے پي پي) د اسرائيلي نيوز ويب سائټ په غزه كښې د لوظنامې له مخئ د جنګ بندۍ تصديق كړے دے او د اسرائيل ځواكونو په غزه كښې د جنګ بندي په تړون عملدرامد لپاره چمتولے پېل كړے دے۔ د تاس له مخې د اسرائيل پوځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د اسرائيل وسله والو ځواكونو د لوظنامې د يوې برخې په توګه تيارۍ پېل كړې دي چې پكښې ډېر زر ايډجسټډ تعيناتي ٬ لائنز ته د منتقلۍ تيارۍ او يو جنګي پروټوکول شامل دے۔ په جاري بيان كښې زياته كړې شوې چې د اسرائيل پوځ په سيمه كښې پرله پسې تعينات دے او د هر ډول آپريشنل پيشرفت لپاره چمتو دے۔ د دې نه وړاندې د زيارت په ورځ د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي وو د اسرائيل او فلسطين خبرو اترو كوٶنكو په مصر كښې د مذاکرات نه پس د امن منصوبې په وړومبي پړاٶ په لوظنامه لاسليك كړے دے٬ په 29 ستمبر سپېنې ماڼۍ د ټرمپ 20 نکاتي امن منصوبه جاري كړې وه٬ اسرائيل د دې اقدام په وړومبني پړاٶ د رضامندۍ څرګندونه كړې او فلسطين د ټولو ژوندو اسرائيلي يرغمالو خوشې كولو او د مړو شوو مړي وركولو ته سلاح شوې وو ۔ د اسرائيل د نوموړې نيوز ويب سائټ Ynet له مخې د ډلو ترمېنځه جنګ بندي عملي شوې ده










