كينبرا۔9 اكتوبر(اے پي پي) د آسټرېليا محقيقينو يوه مطالعه كښې انكشاف كړے دے چې مېرمنې په جنياتي توګه د سړو په مقابل كښې د ډپرېشن د عوارض ښكار كېدو زيات خطر لري ۔ د العربيه تر مخه دا مطالعه د دې ناروغتيا د علاج طرېقې بدلولې شي۔ د تحقيق نتائج جريدے " نېچر كميونېكېشنز" كښې شائعه شوي دي۔ دا مطالعه په دې مېدان كښې تر اوسه د شوو تر ټولو …
مېرمنې د سړو په مقابل كښې زيات د ډپرېشن خطر لري٬ د محقيقن انكشاف

مزید خبریں
كينبرا۔9 اكتوبر(اے پي پي) د آسټرېليا محقيقينو يوه مطالعه كښې انكشاف كړے دے چې مېرمنې په جنياتي توګه د سړو په مقابل كښې د ډپرېشن د عوارض ښكار كېدو زيات خطر لري ۔ د العربيه تر مخه دا مطالعه د دې ناروغتيا د علاج طرېقې بدلولې شي۔ د تحقيق نتائج جريدے ” نېچر كميونېكېشنز” كښې شائعه شوي دي۔ دا مطالعه په دې مېدان كښې تر اوسه د شوو تر ټولو لويو مطالعو نه يوه ګڼلې شي۔ سائنسمدارو په ډپرېشن د اخته نزدې 2 لاكهه كسانو ډي اين اے تجزيه وكړه دغسې چې د عام جېنياتي نښو شناخت وكړے شي۔ د آسټرېليا د ګهوفر ميډيكل رېسرچ انسټي ټيوټ په مشرۍ كښې د چلېدونكې دې منصوبې تر مخه په مېرمنو كښې د سړو په مقابل كښې د ډپرېشن سره تعلق لرونكو جېنياتي نښو شمېره نزدې يو په دوه زياته وه۔ محقق جودي تهامس يو بيان كښې سپيناوے وكړو په مېرمنو كښې عام او د مخصوص جېنياتي عوامل شناخت مونږ ته د ډپرېشن په وجوهات د ښه پوهه كولو اجازه راكوي او د نور مخصوص علاج لپاره لاره هواروي ۔ محققينو په مېرمنو كښې د ډپرېشن سره د تعلق لرونكو 13000 جېنياتي نخښو شناخت كړے او په سړو كښې دغه شمېره 7000 وه۔










