واشنګټن۔9 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے دے امريكا او نور هېوادونه به په ګډه د غزه بيا تعمير كښې په زړه پورې كردار ادا كوي۔ فاكس ته يوه مركه كښې صدر ټرمپ ووئېل زما خيال دے او تاسو به اوګورئ چې خلق د يو بل سره مرسته وكړي او غزه بيا جوړه كړې شي۔ هغه ووئېل امريكا يو كونسل آف پيس (امن كونسل) د …
د غزه بيا رغونه كښې به امريكا او نور هېوادونه شريك وي٬ ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن۔9 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے دے امريكا او نور هېوادونه به په ګډه د غزه بيا تعمير كښې په زړه پورې كردار ادا كوي۔ فاكس ته يوه مركه كښې صدر ټرمپ ووئېل زما خيال دے او تاسو به اوګورئ چې خلق د يو بل سره مرسته وكړي او غزه بيا جوړه كړې شي۔ هغه ووئېل امريكا يو كونسل آف پيس (امن كونسل) د جوړولو اراده لري ٬ كوم به چې د غزه په صورتحال كښې مهم كردار ادا كوي۔ هغه د مينځني ختيز هېوادونو تر مينځه كېدونكې مرسته د حېرت وړ ګړځولو سره ووئېل د څو هېوادونو سره بے پناه دولت دے او كه هغوي د دولت يوازې وړه غوندې برخه خرڅ كړي نو د دې ټولې منطقې تقدير بدلېدې شي۔ واضحه دې وي په اوسنيو كښې په غزه كښې انساني بحران او تباهۍ نه وروستو د بيا رغونې لپاره په نړيواله كچه په ملاتړ او مرسته زور راولے كبږي۔










