د غزه په لوظنامه د لاس ليك دستوره كښې به صدر ټرمپ له بلنه وركوم٬ د مصر صدر

قاهره۔9 اكتوبر (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السيسي اعلان كړے دے چې هغه به د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ له په مصر كښې ممكنه د غزه لوظنامې د لاس ليك كېدو دستوره كښې د ګډون بلنه وركوي ۔ د العربيه تر مخه قاهره پوليس اكېيډيمي كښې هغه خپل خطاب كښې ووئېل مصر د تېرو دوو كلونو نه د غزه جنګ بندۍ لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ …

قاهره۔9 اكتوبر (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السيسي اعلان كړے دے چې هغه به د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ له په مصر كښې ممكنه د غزه لوظنامې د لاس ليك كېدو دستوره كښې د ګډون بلنه وركوي ۔ د العربيه تر مخه قاهره پوليس اكېيډيمي كښې هغه خپل خطاب كښې ووئېل مصر د تېرو دوو كلونو نه د غزه جنګ بندۍ لپاره پرله پسې هلې ځلې كوي ۔ هغه ووئېل په شرم الشيخ كښې دا وخت د جنګ خاتمې لپاره خبرې رواني دي او زمونږ دعاګانې د دې خبرو اترو لپاره دي۔ زه د صدر ټرمپ حقيقي جذبې او د هغه د سنجيده هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګورم ٬ كومې چې هغه د خبرو اترو په مرحله كښې د جنګ خاتمې لپاره كوي۔ صدر السيسي ووئېل ما صدر ټرمپ ته پېغام لېږلے دے چې د غزه په مسئله سمجهوتې لپاره خپله مرسته روانه اوساتي ۔ د هغه وېنا وه مصر عمر له د فلسطين مسئلې ته په مثېت او ګټور انداز كتلي۔ هغه ووئېل ماته د شرم الشيخ د خېرو اترو نه د ډاډګېرنې خبرونه تر لاسه شوي دي۔ مونږ غواړو چې دا موقع ځايه نه كړې شي او په دې پراؤ كښې د جنګ خاتمه ممكن شي۔ صدر السيسي ووئېل منطقه د مشكل او نازكو حالاتو څخه تېرېږي ٬ خو مصر د هر چېلنج د مقابلې كولو په زړه پورې صلاحيت لري۔ هغه ووئېل مونږ په ترهه ګرۍ قابو موندلے دے او د هېواد مجموي صورتحال د تسلۍ وړ دے۔ مصري صدر زرو راوړو چې كوم هم طاقت مصر له دړكه نشي وركولې ځكه چې رياست د هر ډول خطرې د مخې نيولو صلاحيت لري۔

مزید خبریں