ملګرو ملتونو په غزه كښې د جنګ بندۍ او د يرغمال كړو د خوشي كولو د لوظنامې هر كلے وكړو

ملګري ملتونه۔ 09 اكتوبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د غزه جنګ بندۍ او د يرغمال كړو د خوشي كولو لوظ نامې هر كلے كړے دے او د ټولو فرېقېنو څخه يې غوښتنه كړې چې هغوي د دې لوظنامې مكمل پاسداري وكړي۔ د شنهوا تر مخه هغه زور راوړو چې ټول يرغمال كړي دې په عزت سره خوشي كړے شي ٬ تل پاتي جنګ بندي دې …

ملګري ملتونه۔ 09 اكتوبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د غزه جنګ بندۍ او د يرغمال كړو د خوشي كولو لوظ نامې هر كلے كړے دے او د ټولو فرېقېنو څخه يې غوښتنه كړې چې هغوي د دې لوظنامې مكمل پاسداري وكړي۔ د شنهوا تر مخه هغه زور راوړو چې ټول يرغمال كړي دې په عزت سره خوشي كړے شي ٬ تل پاتي جنګ بندي دې باروي كړې شي او سمدستي دې غزه ته انساني مرستې او ضروري تجارتي سامان له د كوم خنډ نه غېر رسنه باوري كړے شي۔ د هغه وېنا وه د ستونزو خاتمه پكار ده۔ هغه ووئېل ملګري ملتونه به په دې مرحله وار لوظ نامه عمل درآمد سره سره د غزه بيا رغونې او د بحالۍ اقدامات لپاره په زړه پورې مرسته كوي۔ هغه په ټولو فرېقېنو زور راوړو چې هغوي د دې تاريخي موخې نه ګټه پورته كړي او د فلسطين اولس د حق خود اراديت تسليمولو سره د دوه رياستي حل پلو ګامونه واخلي ٬ دغسې چې د اسرائيل او فلسطين تر ميڼحه تل پاتي امن او سلامتيا قائمه شي

مزید خبریں