د هند په دوره كښې په وېزا لوظنامه خبرې د منصوبې برخه نه دي ٬ د برطانيې وزيراعظم

لندن۔08 اكتوبر (اے پي پي) برطانيه وزيراعظم كيئر سټارمر وئېلي دي زمونږ هېواد به د هند سره په وېزا لوظنامه كوم پېشرفت نه كوي ۔ د اردو نيوز تر مخه هغه دا خبره د هند دورې لپاره د روانېدو په وخت د خبريالانو د اړخه د وېزو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ هغه ووئېل دا دوره د آزادې تجارتي لوظ نامې نه د ګټې پورته كولو لپاره …

لندن۔08 اكتوبر (اے پي پي) برطانيه وزيراعظم كيئر سټارمر وئېلي دي زمونږ هېواد به د هند سره په وېزا لوظنامه كوم پېشرفت نه كوي ۔ د اردو نيوز تر مخه هغه دا خبره د هند دورې لپاره د روانېدو په وخت د خبريالانو د اړخه د وېزو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ هغه ووئېل دا دوره د آزادې تجارتي لوظ نامې نه د ګټې پورته كولو لپاره ده كومه چې مونږ وړاندې كړې ده۔ وزيراعظم سټارمر ووئېل وېزو تر تجارتي لوظ نامو رسېدو ته كېدونكې هلې ځلې ايسارې كړې وې او دا چې يوې داسې لوظ نامې ته د رسېدو نه وروستو جې پكښې د وېزو هيڅ مضمرات نشته۔ هغه ووئېل زه به د زيارت په ورځ د هندي وزيراعظم نررېندر مودي سره ملاقات كوم او په خبرو اترو كښې په دې معامله بيا غور كول نه غواړو۔ د هغه وېنا وه كاروباران د دې نه ګټه پورته كوي خو وېزا مسئله نه ده۔ هغه ووئېل د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه ايچ ون بي وېزو باندې فېسونو كښې د زياتوالي نه وروستو هند څخه د ټېك سېكټر پېشه وره كسان راغب كولو لپاره د وېزو معامله په دې دوره كښې د خبرو اترو برخه نه ده۔ د برطانيي وزيراعظم څخه پوښتنه وشوه مونږ به د هغې هېوادونو نه راتلونكو لپاره وېزې وركول بندې كړو څوك جې غېر ملكي مجرمان بېرنه نه بوځي يا خلق ملك بدر كول غواړي٬ په كومه چې هغه ووئېل دا د هند سره يوه نان ايشو ده ځكه چې د هغوي سره د مجرمانو د ستنولو لوظ نامه لرو ٬ خوا دا هغه معامله ده كومه چې هغه په زياته پېمانه ليدل غواړي۔ هغه ووئېل مونږ ګورو چې آيا د وېزو او د واپسۍ لوظ نامو ترمينځه كوم ربط پكار دے ۔ واضحه دې چې د برطانيي وزيراعظم د شورو ورځې نه د هند دوه ورځنۍ دوره پېل كېږي۔

مزید خبریں