د غزه امن خبرو اترو كښې به د قطر وزيراعظم سره د امرېكې او تركيه استازي هم شاملېږي

شرم الشيخ 08 اكتوبر (اے پي پي) په مصر كښې روانو امن خبرو اترو په درېمه ورځ به د قطر وزيراعظم او د امرېكې او تركيه سينئر استازي هم د اسرائيل او فلسطين خبرو كوونكو سره شاملېږي۔ د ار ايف پي تر مخه د مصر په شرم الشيخ كښې مخا مخ خبرې رواني دي د كومو بنياد چې تېره مياشت د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا تجويز كړې 20 نكاتي …

شرم الشيخ 08 اكتوبر (اے پي پي) په مصر كښې روانو امن خبرو اترو په درېمه ورځ به د قطر وزيراعظم او د امرېكې او تركيه سينئر استازي هم د اسرائيل او فلسطين خبرو كوونكو سره شاملېږي۔ د ار ايف پي تر مخه د مصر په شرم الشيخ كښې مخا مخ خبرې رواني دي د كومو بنياد چې تېره مياشت د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا تجويز كړې 20 نكاتي منصوبه ده۔ د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدارحمان الثاني ٬ د تركيه د استخبارات مشر ابراهيم كالن ٬ د ټرمپ د مينځني ختيز خاص استازے اسټيووټ كوف او د هغه زوم جيرډ كشنر خبرو كښې كېښنونكې دي ۔ د امرېكې صدر يوه وورځ وړاندې په اوول آفس كښې مېډيا ته وئېلي وو په خبرو كښې د امرېكې كسان هم شامل وو ۔ هغه ووئېل زما په خيال د دې خبرې امكان دے چې مونږ په مينځني ختيز كښې امن راوستلے شو۔دا د غزه د صورتحال نه هم وړاندې څيز دے ٬ مونږ د يرغمال شوو سمدستي راخوشي كېدل غواړو٬ ټرمپ ووئېل كه فرېقېن په جنګ بندۍ راضي شي نو امرېكا به د دې خبرې باروي كولو لپاره هر ممكن هڅې كوي چې هر څوك د لوظ نامې پاسداري وكړي ۔ ياد دې وي چې تېره اوونۍ كښې په اټلي٬ اسبېن ٬ آئرلېنډ او برطانيه كښې په لويه پېمانه مظاهرې وشوې چا چې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه كوله۔ نېدرلېنډ كښې مظاهرچيانو د خپل حكومت نه د فلسطين رياست تسليمولو غوښتنه وكړه ۔ د فلسطين خبرو كوونكو تر مخه هغوي د صدر ټرمپ او د سپانسر هېوادونو نه د دې خبرې ضمانت غواړي چې جنګ به د عمر لپاره ختمېږي۔

مزید خبریں