پاكستان د ملګرو ملتونو او د افريقائي ائتلاف ترمېنځه امن لپاره په قوي شراكتدارۍ زور٬ تل پاتې امن په مقامي قيادت او سيمه ايزې مرسته ممكن دے۔ سفير عاصم افتخار احمد

ملګري ملتونه 08 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو او د افريقې يونين ترمېنځه امن لپاره په قوي شراكتدارۍ زور راوړلو سره وئيلي دي تل پاتې امن په مقامي قيادت او سيمه ايزې مرستې سره ممكن دے٬ په سلامتي كونسل كښې د "ملګرو ملتونو او سيمه ايزو او ذيلي سيمه ايزو تنظيمونو ترمېنځه د مرستې" په كېدونكې بحث كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم …

ملګري ملتونه 08 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو او د افريقې يونين ترمېنځه امن لپاره په قوي شراكتدارۍ زور راوړلو سره وئيلي دي تل پاتې امن په مقامي قيادت او سيمه ايزې مرستې سره ممكن دے٬ په سلامتي كونسل كښې د “ملګرو ملتونو او سيمه ايزو او ذيلي سيمه ايزو تنظيمونو ترمېنځه د مرستې” په كېدونكې بحث كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل دا مرسته د افريقائي بحرانونو مخه نيولو له مهمه ده٬ بيا هم د دې بحرانونو غبرګون زياتره په جغرافيائي سياست، تجارتي مفادات او د انتخابي انساني همدردۍ په تناظر كښې لېدلے كېږي۔ ده زور راوړو چې سلامتي كونسل له په بهرنۍ توګه د مسلط كړے شوي استحكام ماډلز په ځاے د افريقائي قيادت له مخې په ځائي توګه د تسليم شوي حل ملاتړ پكار دے۔ ده ووئيل تل پاتې امن مسلط كېدے نشي بايد ھغه په ځائي كچه خپل كړے شي او په سيمه ايزه توګه ورته وده وركول پكار ده۔ سفير عاصم افتخار احمد ووئيل پاكستان د افريقې هېوادونو سره د قراردادونو، بندېزونو او د امن مشنز د مينډيټ په تجديد نزدې مشاورت كوي او هلته د اوږد مهاله امن مشنز د لارې خپل كردار لوبوي۔

مزید خبریں