اسرائيل د شمالي غزه د خالي كړي روغتون نه د كوچنيانو د نګهداشت ضروري انكيوبېټرز د منتقل كولو اجازې نه انكار وكړو ۔ يونيسف

ملګري ملتونه۔ 8 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د اطفال ادارې(يونيسف) انكشاف كړے دے چې اسرائيل د شمالي غزه د خالي كړي روغتون نه د كوچنيانو د نګهداشت ضروري انكيوبېټرز د منتقل كولو اجازې نه انكار كړے دے د كومې په سبب چې د سوئېلې غزه په روغتونونو فشار ډېر زيات شوے دے او په روغتونونو كښې نوې زېږدلي كوچنيان بس په يو آكسيجن ماسك او په يو …

ملګري ملتونه۔ 8 اكتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د اطفال ادارې(يونيسف) انكشاف كړے دے چې اسرائيل د شمالي غزه د خالي كړي روغتون نه د كوچنيانو د نګهداشت ضروري انكيوبېټرز د منتقل كولو اجازې نه انكار كړے دے د كومې په سبب چې د سوئېلې غزه په روغتونونو فشار ډېر زيات شوے دے او په روغتونونو كښې نوې زېږدلي كوچنيان بس په يو آكسيجن ماسك او په يو كټ ساه اغستتو ته مجبور دي۔ د العربيه اردو تر مخه د يونيسف وياند جيمز ايلډر وئېلي دي ما جنوبي غزه كښې ناصر هسپتال كښې ميندې وليدلي څوك چې د خپلو كوچنيانو سره په لويو قطارونو كښې ولارې وې۔ هغه ووئېل عمله د زيات قلت په سبب نوو زېږېدلو كوچيانو ته پس په يو آكسيجن ماسك او كټ درملنې كولو ته مجبور ده٬ دغسې د شمالي غزه په روغتونونو كښې دا اسانۍ موجود دي خو نشي كارېدېلې۔ هغه ووئېل مونږ د شمالي غزه د خالي كړي روغتون نه د انكيو بېټرز ويستلو هڅه كوله او دې مقصد له څلور انساني مشن ولېږلې شول خو ټول اسرائيل مسترد كړل

مزید خبریں