د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په افغانستان كښې د لويو خلاف ورزیو پلټنو لپاره خپلواكه ادارہ جوړه كړه

ملګري ملتونه 07 اکتوبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په افغانستان كښې د بشري حقونو سنګینو خلاف ورزیو تحقیقات لپاره يوه خپلواكه ادارہ جوړه كړه ۔ د رائټرز تر مخه د بشري حقونو کونسل يو تاریخي قرارداد منظورولو سره افغانستان كښې د بشري حقونو د پخوا او اوس وخت سنګینو خلاف ورزیو پلټنو لپاره يوه خپلواكه ادارہ د جوړولو پرېكړه كړې ده ۔ دا پرېكړه د …

ملګري ملتونه 07 اکتوبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په افغانستان كښې د بشري حقونو سنګینو خلاف ورزیو تحقیقات لپاره يوه خپلواكه ادارہ جوړه كړه ۔ د رائټرز تر مخه د بشري حقونو کونسل يو تاریخي قرارداد منظورولو سره افغانستان كښې د بشري حقونو د پخوا او اوس وخت سنګینو خلاف ورزیو پلټنو لپاره يوه خپلواكه ادارہ د جوړولو پرېكړه كړې ده ۔ دا پرېكړه د اروپائي ائتلاف په مشرۍ كښې په اتفاق وشوه ، كوم چې د بشري حقونو نړيوالو او افغان کارکنانو يوه لويې پیشرفت ګرځولے دے ۔ ادارہ به د طالبانو د اړخه په مېرمنو او كوچنيانو روان ظلمونه كوم چې صنفي استحصال (Gender Persecution) ګرځولے كېږي ته پام لرنه كوي ۔ د دې مقصد جنګي جرائم، د انسانیت خلاف جرائم او د نورو سنګینو خلاف ورزیو شواهد رايو ځائے كول دي ، ذمه وار كسان به په ګوته كوي او د هغوي خلاف قانوني مقدمو لپاره به دستاویزي فائلونه جوړوي ، دغسې چې هغوي په قامي یا نړيوالو عدالتونو كښې انصاف ته مخ كړے شي ۔ د دې قرارداد تر مخه افغانستان كښې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي اختیارات كښې هم پراختيا شوې ده ۔ د بشري حقونو عالمي تنظیم “ہیومن رائټس واچ” محققې فرشته عباسي تر مخه دا اقدام افغانستان كښې د ډېرې مودې نه د جاري استثنیٰ او غیر ذمه وارۍ خلاف د نړيوالې ورورولۍ واضحه پیغام دے چې د سنګینو جرائمو مرتکب كسان د انصاف سره مخ كړے شي ۔ نوې تحقیقاتي ادارہ نه يوازې طالبان بلکې د پخواني حکومت ٬ جنګي سردارانو، غیر ریاستي وسله والو ډلو او نورو ټولو اړوندو ډلو د اړخه د بشري حقونو له مينځه وړلو به هم تحقیقات کوي ۔ دې ادارې ته د نړيوال فوجداري عدالت (ICC) نه هم د مرستې اغستو امر شوے دے ، چا چې په اوسنو كښې د طالبانو دوو اعلیٰ لارښودو ته د صنفي استحصال په تورونو وارنټ جاري کړي دي ۔ د ملګرو ملتونو سیکرټر ي جنرل نه غوښتنه شوې ده چې هغه دا اداره سمدستني فعاله كړي، دغسې په غړو هېوادونو زور راوړلے شوے چې هغوي د ادارې کار لپاره پكار مالي وسائل وركړي ٬ په خاص توګه په داسې وخت كښې چې كله ملګري ملتونه د مالي بحران ښکار دي ۔ دا اقدام د افغان اولس په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو لپاره د امید يوه څيره ده ، څوك چې د طالبانو د سختو احکاماتو تر مخه هره ورځ د تعلیم، صحت او تګ راتګ غوندې بنیادي حقونو نه محروم ساتلے كېږي ۔

مزید خبریں