د چین وزیرِاعظم لی چیانګ به د 9 نه 11 م اکتوبر د قطبي کوریا دورہ کوي

بیجنګ 07 اکتوبر(اے پي پي)د چین وزیرِاعظم لی چیانګ به روانه اوونۍ كښې د شمالي کوریا سرکاري دورہ کوي ، چرته به چې هغه د قطبي کوریا د حكومتي ګوند ورکرز پارټي د 80 مې سالګرې په دستورو كښې ګډون كوي ۔ د شنهوا تر مخه د چین خارجه وزارتِ وياند تر مخه لی چیانګ به د 9 نه تر 11 اکتوبر قطبي کوریا كښې قیام كوي ۔ لی چیانګ …

بیجنګ 07 اکتوبر(اے پي پي)د چین وزیرِاعظم لی چیانګ به روانه اوونۍ كښې د شمالي کوریا سرکاري دورہ کوي ، چرته به چې هغه د قطبي کوریا د حكومتي ګوند ورکرز پارټي د 80 مې سالګرې په دستورو كښې ګډون كوي ۔ د شنهوا تر مخه د چین خارجه وزارتِ وياند تر مخه لی چیانګ به د 9 نه تر 11 اکتوبر قطبي کوریا كښې قیام كوي ۔ لی چیانګ د چین صدر شی جن پنګ نه پس تر ټولو د اعلیٰ كچې لارښود دے ۔ تېره مياشت بیجنګ كښې د چین او کورین خارجه وزيرانو تر مينځه ملاقات شوے چې پكښې د اړيكو په مضبوطولو زور راوړلے شوے ؤ ۔ د دغې نه څو اوونۍ ؤړاندې د کوریا لارښود کم جونګ اُن د بیجنګ يوه ناوته دورہ کړې وه ، چرته چې هغه د شي جن پنګ سره د دويم نړيوال جنګ د خاتمې په 80 مه سالګرہ پریډ كښې ګډون كړے ؤ ۔ چین د شمالي کوریا يو مهم سفارتي ، اقتصادي او سیاسي مرستيال دے او پیانګ یانګ د خپلو جوهري وسلو دفاع واشنګټن او د هغوي د اتحاديانو د خطرو په تناظر كښې کوي ۔

مزید خبریں