د یوکرین په اروبائي ائتلاف كښې شمولیت له د مرستې پابند نه يوو ، هنګري

هوداپسټ۔07 اکتوبر (اے پي پي) د هنګري وزیراعظم وکټر اوربان وئېلې دي زمونږ هېواد د یوکرین په اروپائي ائتلاف كښې د شمولیت د مرستې پابند نه دے او د یوکرین حکومت د بلیک میلنګ د لارې د هوداپسټ مؤقف بدلولې نشي ۔تاس تر مخه وزیراعظم د سماجي رابطې په ویب سائټ "ایکس" جاري بیان كښې ووئېل د هنګري هيڅ اخلاقي ذمه واري نه جوړېږي چې هغه د یوکرین په اروپائي …

هوداپسټ۔07 اکتوبر (اے پي پي) د هنګري وزیراعظم وکټر اوربان وئېلې دي زمونږ هېواد د یوکرین په اروپائي ائتلاف كښې د شمولیت د مرستې پابند نه دے او د یوکرین حکومت د بلیک میلنګ د لارې د هوداپسټ مؤقف بدلولې نشي ۔تاس تر مخه وزیراعظم د سماجي رابطې په ویب سائټ “ایکس” جاري بیان كښې ووئېل د هنګري هيڅ اخلاقي ذمه واري نه جوړېږي چې هغه د یوکرین په اروپائي ائتلاف كښې د شمولیت مرسته وكړي ۔ تر ننه كوم هېواد د بلیک میلنګ د لارې په اروپائي ائتلاف كښې شمولیت نه دې تر لاسه كړے او دا ځل به هم داسې نه كېږي ۔ هغه واضحه كړه چې د اروپائي ائتلاف په لوظ نامه كښې په دې اړه كوم ابهام نشته او د رکنیت پرېكړه به ټول غړي هېوادونه په ګډه كوي ۔ هغه ووئېل د هنګري اولس یوکرین له د اروپائي ائتلاف رکنیت وركولو په ضد پرېكړه كړې ده ۔ هغه ووئېل كه څوك د دې مؤقف د بدلولو خواښي لري نو هغوي د میډیا د لارې د هنګري خلاف په كمپائن چلولو دوستي جوړولو كښې کامیابېدے نشي

مزید خبریں