کویت سټي ۔6اکتوبر (اے پي پي) کویت د مرستې سامان خپله 16 مه الوتكه غزہ ته روانه كړه۔ د العربیه ترمخه د عرب خلیجي ریاست هوائي لارې څخه د فلسطینیانو مرسته روانه ده ۔ د كویت انجمنِ هلال احمر استازي طلال الهندي ووئېل د فضائیه دې الوتكې 10 ټنه غذائي سامان د اتوار په ورځ د مصر شمالي سینائي العریش هوائي مېدان باندې كوز كړو ۔ دا مرسته د کویت …
کویت د مرستې سامان خپله 16 مه الوتكه غزہ ته روانه كړه

مزید خبریں
کویت سټي ۔6اکتوبر (اے پي پي) کویت د مرستې سامان خپله 16 مه الوتكه غزہ ته روانه كړه۔ د العربیه ترمخه د عرب خلیجي ریاست هوائي لارې څخه د فلسطینیانو مرسته روانه ده ۔ د كویت انجمنِ هلال احمر استازي طلال الهندي ووئېل د فضائیه دې الوتكې 10 ټنه غذائي سامان د اتوار په ورځ د مصر شمالي سینائي العریش هوائي مېدان باندې كوز كړو ۔ دا مرسته د کویت خيراتي ادارې لخوا په وركړو 540 ټوکرو مشتمل وه ۔ کے آر سي ایس د غزہ لپاره د مرستې د ترسیل اهتمام د کویت خارجه، دفاع او سماجي چارو وزارتونو په مرسته وكړو۔ الهندي ووئېل ګڼې د کویت خیراتي ادارې په مرسته كولو كښې برخه اخلي او مصر كښې د کویت سفارت ، د مصري هلالِ احمر سوسائټۍ سره غزہ كښې د فلسطینيانو كورنيو ته مرستې ورسولو له ملاتړ او اسانۍ وركوي ۔ د کویت فضائي مرستې په دويم پراؤ كښې د 150 ټنه نه زیاته ضروري انساني مرسته غزہ ته رسولې شوې ده۔(










