جکارته ۔6اکتوبر (اے پي پي) انډونیشیا كښې د بورډنګ سکول ودانۍ كښناستو څخه د مرګونو شمېره د 50 نه زياته شوه ۔د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د انډونیشیا په مشرقي جاوا ولايت كښې د مدرسې د ودانۍ زياتره ملبه پورته كړې شوې ده خو د لا 13 كسانو د ملبې لاندې راتللو اندیښنه ده ۔ دا پیښه په سیدوارجو نومې كلي كښې په "الخزیني اسلامي بورډنګ اسکول" كښې …
د انډونیشیا بورډنګ سکول پیښه كښې د مرګونو شمېره د 50 نه زياته شوه

مزید خبریں
جکارته ۔6اکتوبر (اے پي پي) انډونیشیا كښې د بورډنګ سکول ودانۍ كښناستو څخه د مرګونو شمېره د 50 نه زياته شوه ۔د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د انډونیشیا په مشرقي جاوا ولايت كښې د مدرسې د ودانۍ زياتره ملبه پورته كړې شوې ده خو د لا 13 كسانو د ملبې لاندې راتللو اندیښنه ده ۔ دا پیښه په سیدوارجو نومې كلي كښې په “الخزیني اسلامي بورډنګ اسکول” كښې رامخې ته شوه، چرته چې په سوونو واړه طالب علمان موجود وو ۔ د ودانۍ عمارت پړېوتلو څخه په درځنونو طالب علمان په حق ورسېدل ۔ د انډونیشین ډیزاسټر میټي ګیشن ایجنسۍ دوهم مشر بودي ایراوان تر مخه تر اوسه 50 مړي راويستلې شوي او د ریسکیو ډلې د ګل تر ماښام د پاتي بې دركه كسانو د لټولو كار د تر سره كولو هيله لري۔ د ایجنسۍ جاري كړي بیان تر مخه د ریسکیو ډلو د ګل په شپه 80 فیصده ملبه پورته كړې وه او په دغه مهال نور مړي او جسماني اعضا تر لاسه شول ۔ د ودانۍ غورځېدو سبب معلومولو لپاره پلټنې روانې دي ، د ابتدائي اطلاعات تر مخه په ودانۍ كښې تعمیراتي نقائص او د انتظامي بې غورۍ شك څرګندولې شي










