پیرس06 اکتوبر(اے پي پي) اسرائیل د ګلوبل صمود فلوټیلا د 70 نه زيات ګډون كوونكې د ملک بدر کولو اعلان کړے دے او امکان دے چې دا كسان به یونان ته رسولې شي ۔ د تاس تر مخه د اسرائیل چارواكو چې د چا د ملک بدر کولو اعلان کړے دے په هغي كښې د ماحول د تحفظ علمبرداره ګریټا تھونبرګ پشمول د سویډن 9، د فرانس 28 ، د …
اسرائیل د ګلوبل صمود فلوټیلا 70 ګډون كوونكې د ملك بدر کولو اعلان وكړو

مزید خبریں
پیرس06 اکتوبر(اے پي پي) اسرائیل د ګلوبل صمود فلوټیلا د 70 نه زيات ګډون كوونكې د ملک بدر کولو اعلان کړے دے او امکان دے چې دا كسان به یونان ته رسولې شي ۔ د تاس تر مخه د اسرائیل چارواكو چې د چا د ملک بدر کولو اعلان کړے دے په هغي كښې د ماحول د تحفظ علمبرداره ګریټا تھونبرګ پشمول د سویډن 9، د فرانس 28 ، د یونان 27 او د اټلي 15 وګړي شامل دي ۔ په هغوي كښې د زیاترو نيولے شوو یونان ته د رسولو هيله ده ۔ د ګلوبل صمود فلوټیلا كاروان د 40 هېوادونو نه په زیاتو بحري بېړيو مشتمل دے كوم چې د ستمبر په مينځ كښې د تیونس نه غزہ پلو روان شوے ؤ۔ د دې مشن مقصد د غزہ ناکه بندي ماتول او د دغې ځائے استوګنو ته انساني مرسته ورسول وو ۔ د اسرائیل چارواكو ووئېل مونږ د غزہ تباہ حال استوګنو مرسته اشتعال انګېزي ګڼو او مونږ به دې بېړيو ته د غزہ ساحل ته د نزدې كېدو اجازه ورنه كړو۔ د اسرائیل بحریه دا بېړۍ د ګلوبل صمود فلوټیلا ايسارې كړي او په دې كښې ناست 400 کارکنان يې نيولې دي ۔ په 3 اکتوبر د اسرائیل چارواكو د کارکنانو د ملک بدر کولو كاروائي پېل كړې ، دغسې په دريو ورځو كښسې ټول د فلوټیلا 170 ګډون كوونكې د هېواد نه اوويستل شول۔










