د طالبانو حكومت دې د انټرنيټ بندښت ختم كړي۔ د ملګرو ملتونو غوښتنه

ملګري ملتونه 01 اكتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د افغانستان طالبانو حكومت څخه غوښتنه كړې ده چې ھغوي دې د انټرنېټ وروستۍ بندښت ختم كړي۔ د العربيه له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه كارې اندريكا ريټويټے وئيلي دي چې موبائل سروسز دې هم په افغانستان كښې بحال كړې شي٬ په انټرنېټ او موبائل فون سروسز دا بنديز افغانستان لپاره زيان مند دي ځكه …

ملګري ملتونه 01 اكتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د افغانستان طالبانو حكومت څخه غوښتنه كړې ده چې ھغوي دې د انټرنېټ وروستۍ بندښت ختم كړي۔ د العربيه له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه كارې اندريكا ريټويټے وئيلي دي چې موبائل سروسز دې هم په افغانستان كښې بحال كړې شي٬ په انټرنېټ او موبائل فون سروسز دا بنديز افغانستان لپاره زيان مند دي ځكه چې افغانستان د وړاندې څخه يو شمېر بحرانونو سره مخ دے٬ د يادونې وړ ده چې د طالبانو حكومت لخوا د موبائل او انټرنېټ سروس بندښت د ګل ورځ څخ پېل شوے دے۔ د ملګرو ملتونو رابطه كار څوك چې په كابل كښې موجود ده د سېټلائټ لنك د لارې ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل بحرانونو سره مخ افغانستان لپاره دا يو بل بحران دے٬ عبث غېر ضروري اقدام كولو سره دا خراب صورتحال رامخې ته كوي٬ د انټرنيټ بندښت د اولس ژوند او د ژوند معمولات متاثره كوي۔

مزید خبریں