وفاقي وزير سردار يوسف سره د ويټي کن سټي سفير وليدل

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف سره د ويټي کن سټي سفير آرچ بشپ ګرمانو پينموټ ليدلي٬ په دې موقع د مذهبي عدم برداشت زياتېدو رحجان، د ترهګرۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې په اړه په بېلا بېلو تجويزونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دا خبره د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف سره د ويټي کن سټي سفير آرچ بشپ ګرمانو پينموټ ليدلي٬ په دې موقع د مذهبي عدم برداشت زياتېدو رحجان، د ترهګرۍ او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې په اړه په بېلا بېلو تجويزونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دا خبره د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ په دې موقع د ويټي کن سټي سفيرووئيل چې د کيتھولك كليسا په انتظام كښې په پاکستان كښې د تعليم او صحت په څانګو كښې اهمې منصوبې جاري دي۔ ده په پاکستان كښې د کيتھولك چرچ په انتظام كښې د جديد علوم پوهنتون جوړولو تجويز وړاندې كړو۔۔ وفاقي وزير سردار يوسف په دې لړ كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړٶ آرچ بشپ ګرمانو پينموټ سردار يوسف ته د ويټي کن سټي دورې بلنه هم وركړه۔