منسك۔29 ستمبر (اے پي پي) د بېلا سروس صدر الګزېنډر لوكاشېنكو د ناټو څخه د روسيه يا بېلا روس د الوتكو راغورځولو به مبينه منصوبو شديد تنقيد كولو سره دغه احمقانه او غېر دانشمندانه ګرځولې دي ۔ د تاس تر مخه هغه خبردارے وركړے كه داسې كوم ګام پورته كړے شو نو سخت ځواب به وركولې شي ۔ هغه د روس خبريال د پاوېل زاروبن سره خبرو كولو كښې د …
د روسيه الوتكو د غورځولو دړكې د قبلولو وړ نه دي٬ د بېلا روس صدر ناټو ته سخت ځواب

مزید خبریں
منسك۔29 ستمبر (اے پي پي) د بېلا سروس صدر الګزېنډر لوكاشېنكو د ناټو څخه د روسيه يا بېلا روس د الوتكو راغورځولو به مبينه منصوبو شديد تنقيد كولو سره دغه احمقانه او غېر دانشمندانه ګرځولې دي ۔ د تاس تر مخه هغه خبردارے وركړے كه داسې كوم ګام پورته كړے شو نو سخت ځواب به وركولې شي ۔ هغه د روس خبريال د پاوېل زاروبن سره خبرو كولو كښې د ناټو اوسني بيانونه غېر ذمه وار وګرځول او د بېلا روس د اړخه يې د پولېنډ سره د كړي اوسني دوستانه اقدام حواله وركولو سره ووئېل مونږ پولېنډ خبر كړے دے چې زمونږ د سيمې نه د 9 نه تر 12 ډرونز الوت كوي كوم چې څوك ايسارولې نشي ۔ هغه زياته كړه د ناټو دغه دړكې په منطقه كښې د تاو زياتولو برابر دي او بېلا روس به د خپلې دفاع نه وروستو نشي۔ صدر لوكاشېنكو د پولېنډ د اړخه د بېلا روس سره د پولې تړلو په پرېكړه همټ كونه كولو سره دغه يوه دهوكه وګرځوله۔










