رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د كنګ عبدالعزيز پبلك لائبرېري د سوئبلې كوريا په پايه تحت سيئول كښې د مصنوعي زېركتيا او د ترجمې په سر خط د يو نړيوال سپوزيم كوربتوب كوي چې پكښې سعودي عرب٬ مراكش او د سوئېلې كوريا پوهان ګدون كوي۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ ايس پي اے تر مخه په 30 ستمبر د تابيا شوي دې ايونټ موضوع ده ژباړنه او …
سعودي عرب به د مصنوعي زېركتيا او ترجمې په سر خط د نړيوال سپوزيم كوربتوب كوي

مزید خبریں
رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د كنګ عبدالعزيز پبلك لائبرېري د سوئبلې كوريا په پايه تحت سيئول كښې د مصنوعي زېركتيا او د ترجمې په سر خط د يو نړيوال سپوزيم كوربتوب كوي چې پكښې سعودي عرب٬ مراكش او د سوئېلې كوريا پوهان ګدون كوي۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ ايس پي اے تر مخه په 30 ستمبر د تابيا شوي دې ايونټ موضوع ده ژباړنه او مصنوعي زېركتيا۔ موقعې او چېلنجز۔ دا سمپوزيم د فارن سټډي جوهېنكنګ يونيورسټي د 11 كنګ عبدالله بن عبدالعزيز انټر نېشنل اېوارډ فار ټرانسلېشن برخه دے۔ د پروګرام پېل به د كنګ عبدالعزيز پبلك لائبرېري د جنرل سپروائزر فېصل بن عدالرحمان بن معمر د خبرو نه كېږي۔ د پارك جانګ وون جوهينكك يونيورسټي صدر به هم په دې موقعه خبرې كوي۔










