ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د اسرائيل او حوثيانو ترمينځه په پوځي تاؤ ترېښوالي د تشويش څرګندوني سره ډلو ته د تحمل څخه كار اخستلو اپيل كړې دے۔ شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سيكرټر ي جنرل انتونيو ګوتريش د اسرائيل او يمن حوثي ګروپ ترمينځه روان تاؤ ترېښوالي سخته غندنه كولو سره دا په سيمه كښې د نور حالاتو خرابولو سبب ګرځولې دے۔د ملګرو ملتونو …
ملګرو ملتونو د اسرائيل او حوثيانو ترمينځه په پوځي تاؤ ترېښوالي د تشويش څرګندونه، ډلو څخه د تحمل كولو اپيل

مزید خبریں
ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د اسرائيل او حوثيانو ترمينځه په پوځي تاؤ ترېښوالي د تشويش څرګندوني سره ډلو ته د تحمل څخه كار اخستلو اپيل كړې دے۔ شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سيكرټر ي جنرل انتونيو ګوتريش د اسرائيل او يمن حوثي ګروپ ترمينځه روان تاؤ ترېښوالي سخته غندنه كولو سره دا په سيمه كښې د نور حالاتو خرابولو سبب ګرځولې دے۔د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دوجارك ووئيل د ملګرو ملتونو مشر په دې صورتِ حال د تشويش څرګندونه كوي او په ډلو ئې زور راوړې چې د تحمل څخه كار واخلي دغسې چې سيمه كښې صورتحال نور خراب نشي۔بيان كښې سيكرټر ي جنرل ټولو ډلو ته وئيلي چې د نړيوال قوانين له مخې د عامو وګړو د تحفظ پابند شي او په دوي لازم ده چې هر حال كښې د انساني حقوق احترام وكړي۔ملګرو ملتونو د ډلو څخه د سمدستي جنګ بندۍ، تاؤ ترېښوالي كمولو او سياسي حل راوېستلو اپيل كړې دے۔










