سپېن د ګلوبل صمود فلوټيلا تحفظ لپاره د جنګي بحري جهاز لېږلو اعلان وكړو

نيويارك۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د مرستې سامان سره غزه ته د تلوونكو بحري بېړيو قافلې صمود فلوټيلا باندې د ډرون بريد نه پس سپېن د فلوټيلا حفاظت لپاره د جنګي بحري جهاز لېږلو اعلان كړے۔د العربيه اردو تر مخه سپېن وئبلې دي د غزه بې كوره ٬ قحط وهلي او د محاصرې لاندې وګړو لپاره تلونكې نريوال فلوتېلا بحري جهاز ته نحفظ وركړي او دې مقصد لپاره سپېن …

نيويارك۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د مرستې سامان سره غزه ته د تلوونكو بحري بېړيو قافلې صمود فلوټيلا باندې د ډرون بريد نه پس سپېن د فلوټيلا حفاظت لپاره د جنګي بحري جهاز لېږلو اعلان كړے۔د العربيه اردو تر مخه سپېن وئبلې دي د غزه بې كوره ٬ قحط وهلي او د محاصرې لاندې وګړو لپاره تلونكې نريوال فلوتېلا بحري جهاز ته نحفظ وركړي او دې مقصد لپاره سپېن خپل بحري جنګي جهاز به روانوي۔ د سپېن وزيراعظم پېډرو سانچيز نيو يارك كښې نيوز كانفرنس ته خطاب كښې ووئېل زمونږ وګري چې د فوټيلا برخه دي د هغوي تحفظ او د هغوي د وقار دې احترام وكړے شي او د هغوي په سمندر كښې د كومې ستونزې سره مخ كېدل نه دي پكار۔ هغه ووئېل مونږ به د ضروري رېسكيو مشنز لپاره يوه كشتۍ د جمعې په ورځ روانوو كومه چې د دې فوټيلا بحري بېړۍ تحفظ او ساتنې لپاره به وي۔ واضحه دې وي چې په فلوټيلا په لاره كښې ځائے په ځائے په مختلف طريقو د نښه كولو هڅې شوي دي۔اسرائيل ښكاره دړكه وركړې ده ۔ د يونان نه د وتلو نه پس فلوټيلا بحري جهاز باندې ډرون بريد شوے ۔ ياد دې وي په فلوټيلا كښې د 45 هېوادونو تعلق لرونكې د بشري حقونو كاركنانو نه علاوه د ګڼو هېوادونو پخواني او موجوده غړي د پارلمان هم شامل دي۔ په فلوټيلا كښې 51 بحري بېړۍ شاملې دي كومې چې د انساني حقونو كاركنانو سره د غزه لپاره د څو اوونيو نه په بحري سفر كښې دي۔ تر اوسه په دغې بېړيو د يونان نه 30 سمندري ميله لرې د 12 ډرون بريدونو هڅې شوي دي۔ اسرائيل په غزه كښې تر اوسه د 65 زره نه زيات فلسطنيان شهيدان كړي او دغه نسل كشي لا روانه ده۔

مزید خبریں