مېډرډ24 ستمبر (اے پي پي ) سپېن اسرائيل ته د هر ِډول وسلې په ترسيل د بندېز لګولو منظوري وركړې ده ۔ د العربيه تر مخه وزيراعظم پېِډرو سانچيز په اسرائيل د وسلې بندېز په اړه وئېلي دي دا بندېزونه د هغه پېكج برخه دي كوم چې د اسرائيلي رياست د لاسه غزه كښې د فلسطنيانو د روانې نش كشۍ مخ نيوي لپاره جوړ كړے شوے۔ د سپېن د معاشي …
سپېن اسرائيل ته د هر ډول وسلې په ترسيل د بندېز لګولو منظوري وركړه

مزید خبریں
مېډرډ24 ستمبر (اے پي پي ) سپېن اسرائيل ته د هر ِډول وسلې په ترسيل د بندېز لګولو منظوري وركړې ده ۔ د العربيه تر مخه وزيراعظم پېِډرو سانچيز په اسرائيل د وسلې بندېز په اړه وئېلي دي دا بندېزونه د هغه پېكج برخه دي كوم چې د اسرائيلي رياست د لاسه غزه كښې د فلسطنيانو د روانې نش كشۍ مخ نيوي لپاره جوړ كړے شوے۔ د سپېن د معاشي چارو وزير ووئېل دا بندېزونه د هغه ټولو برآمدات مخ نيوے كوي كوم چې د اسرائيل د دفاع په اړه مواد ٬ آلات او په وسلو اډاڼه وي۔ هغه د دې خيالاتو څر ګندونه نيوز كانفرنس كښې وكړه۔ د سپېن حكومت لخوا د دې بندېزونو د رسمي منظورۍ نه پس د اسرائيال الوتكو ته د اېندهن اغستو په اسانيو به هم بندېز وي۔ هغه زياته كړه چې په شخړيزه مغربي غاړه كښې د يهوديانو په ودانۍ كښې د جورېدونكو څېزونو په درآمد به هم بندېز وي۔










