ملګري ملتونه 24 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د غزہ نسل کشۍ کیس كښې د انصاف نړيوال عدالت د اړخه په جاري عبوری پريكړه په سمدستي توګه دج عمل درآمد په حاجت زور راوړے۔عرب نیوز له مخې د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي ته وينا كښې انتونیو ګوتریش خبردارے وركړے چې دې پريكړې نه پس فلسطین كښې انسانی بحران نور هم سنګین شوے۔د …
د غزہ نسل کشۍ کیس كښې د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه په سمدستي توګه عمل درآمد ته اړتيا ده ۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 24 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د غزہ نسل کشۍ کیس كښې د انصاف نړيوال عدالت د اړخه په جاري عبوری پريكړه په سمدستي توګه دج عمل درآمد په حاجت زور راوړے۔عرب نیوز له مخې د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي ته وينا كښې انتونیو ګوتریش خبردارے وركړے چې دې پريكړې نه پس فلسطین كښې انسانی بحران نور هم سنګین شوے۔د انصاف نړيوال عدالت په خپله عبوری پريكړه كښې وئيلي دي اسرائیل دې په غزہ كښې نسل کشي او راپارونكي ټول اقدامات بند کړي،پوځي کارروائی دې بندي كړي او غزہ لپاره دې غير د كوم ركاوټ انساني مرسته باوري كړي۔د مګرو ملتونو سیکرټری جنرل د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون لپاره راغلو نړيوالو لارښودو ته ووئيل په غزہ كښې بايد د انصاف نړيوال عدالت پريكړه په بشپړه توګه نافذ کړې شي ۔










