نیویارك 24 ستمبر (اے پي پي) د اسلامی مرستې تنظیم (او آئي سي) جموں و کشمیر په اړه رابطه ګروپ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د غیر متزلزل مرستې پخلي كولو سره پاکستان او آزاد کشمیر كښې په ځيني ځايونو د جواز نه غير د بريدونو پشمول سوئيلي اسياﺀ كښې په اوسني پوځي تاؤ ترېښوالي د خپلې اندېښنې څرګندونه …
د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ږپاره د غیر متزلزل مرستې پخلے،سوئيلي اسياﺀ كښې په اوسني پوځي تاؤ ترېښوالي د اندېښنې څرګندونه، نیویارك كښې د كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ د غونډې اعلامیه

مزید خبریں
نیویارك 24 ستمبر (اے پي پي) د اسلامی مرستې تنظیم (او آئي سي) جموں و کشمیر په اړه رابطه ګروپ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د غیر متزلزل مرستې پخلي كولو سره پاکستان او آزاد کشمیر كښې په ځيني ځايونو د جواز نه غير د بريدونو پشمول سوئيلي اسياﺀ كښې په اوسني پوځي تاؤ ترېښوالي د خپلې اندېښنې څرګندونه كړې ده۔د جموں و کشمیر په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او سینئر چارواكو (آذربائیجان، پاکستان، ترکیه، سعودي عرب او نائجر) په نیویارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډې په موقع ملاقات کړے۔د او آئي سي جنرل سیکرټریټ او د آزاد مستقل بشري حقونو کمېشن رپورټ نه پس د وزیراعظم خاص مرستيال سید طارق فاطمی ګډون كوونكو له بریفنګ وركړو۔په غونډه كښې د رابطه ګروپ نورو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او اعلیٰ چارواكو سره سره د کشمیریانو حقیقي نمائندګانو د هند غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې په تازه صورتحال غور وكړو۔ رابطه ګروپ د جموں و کشمیر شخړې په اړه د او آئي سي پخوانو اعلانونو او قراردادونو توثیق وكړو۔شريكه اعلامیه كښې په 25 ستمبر 2019، 22 جون 2020، 23 ستمبر 2021، 22 مارچ 2022، 21 ستمبر 2022، 17 مارچ 2023، 20 ستمبر 2023، 26 ستمبر 2024 او 22 جون 2025 د جموں و کشمیر په اړه د رابطه ګروپ غونډو د لارې جاري کړے شوو شريكو اعلامیو شميري شاملې دې۔ دغسې خارجه وزيرانو او اعلیٰ چارواكو د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي د غیر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔










