رياض۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د كورنيو چارو وزارت د 95 مې يوم الوطني يادګاري جوړولو لپاره د يوې خاص ټاپې لګولو كمپائن پېل كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي په ټولو هوائي اډو د مسافرو په پاسپورټس د يوم الوطني په سلوګن "عزتا بطبعنا " (زمونږ فطرت زمونږ وياړ دے ) خاص ټاپه لګولې كېږي۔ د پاسپورټ محكمې چارواكي د مملكت …
د سعودي عرب 95 مه يوم الوطني٬ د مسافرو په پاسپورټ خاص ټاپه وهلې كېږي

مزید خبریں
رياض۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د كورنيو چارو وزارت د 95 مې يوم الوطني يادګاري جوړولو لپاره د يوې خاص ټاپې لګولو كمپائن پېل كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي په ټولو هوائي اډو د مسافرو په پاسپورټس د يوم الوطني په سلوګن “عزتا بطبعنا ” (زمونږ فطرت زمونږ وياړ دے ) خاص ټاپه لګولې كېږي۔ د پاسپورټ محكمې چارواكي د مملكت په هوائي اډو ٬ بندر ګاهونو او په زمكيزو لارو د مسافرو په پاسپورسټس د يوم الوطني خاص ټاپې لګولو سره هغوي ته يادګاري ډالۍ او ګلونه هم وركوي۔ ياد دې وي د سعودي عرب نېشنل ډے (يوم الوطني) هر كال په 23 ستمبر نمانځلې شي۔ يوم الوطني د دريم سعودي رياست په جوړېدو د خوشحالۍ نمانځلې لپاره ده ۔ كنګ عبدالعزيز د دريم سعودي رياست جوړولو په 21 جمادي الاول 1351 هجرۍ يعني په 23 ستمبر 1932 اعلان كړے ؤ ۔ په دغه مناسبت د سعودي مئران او اولس په 23 ستمبر يوم الوطني نمانځي۔










