په قامي ګته به كومه سودا بازي نه كېږي٬ د كومې هم تېروتنې به په زړه پورې ځواب وركوو٬ د ايران پوځ

تهران ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د ايران د وسله وال پوځ مشر مېجر جنرل عبدارحيم موسوي وئېلي دي په قامي ګټه په كومه سودا بازي نه كېږي٬ د كومې هم تېروتنې به په زړه پورې ځواب وركوو۔ د ايران خبر رسنې ايجنسۍ "تسنيم" تر مخه د ايران او يوربي ټرائيكا (فرانس ٬ المان او برطانيه) تر مينځه په جوهري مسئله د خبرو اترو په اړه د ايران د …

تهران ۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د ايران د وسله وال پوځ مشر مېجر جنرل عبدارحيم موسوي وئېلي دي په قامي ګټه په كومه سودا بازي نه كېږي٬ د كومې هم تېروتنې به په زړه پورې ځواب وركوو۔ د ايران خبر رسنې ايجنسۍ “تسنيم” تر مخه د ايران او يوربي ټرائيكا (فرانس ٬ المان او برطانيه) تر مينځه په جوهري مسئله د خبرو اترو په اړه د ايران د وسله والو ځواكونو مشر مېجر جنرل عبدارحيم موسوي وېنا ده زمونږ هېواد به پخپ ه قامي ګته كومه سودا بازي نه كوي۔ هغه خبردارے وركړو كه دښمن نوې تېروتنې وكړې نو داسې سخت ځواب به وركولې شي ٬ چې پخپلو كړو به پیښمانه شي ۔ د عراق ايران جنګ په كليزه خپل خطاب كښې موسوي ووئېل دښن په 12 ورځني جنګ كښې د ايران د عسكري او دفاعي طاقت ٬ سيمه ايزو صلاحيتونو او زمونږ د وسله وال پوځ د پرېكنده و متناسب ځواب په وړاندې ناكامه شو۔هغه ووئېل جديد او اعلې دفاعي ټېكنالوجي ته ترقي وركول ٬ د محافظ پوځ زياتول او د مركب جنګ په خاص توګه د دښمن د اداراكي جنګ مقابلې كولو لپاره چمتو پاتي كېدل ضروري دي۔ د هغه اشاره د اسرائيل پلو وه۔ هغه زور راوړو چې د ايران پوځ په تزويراتي حېرت انحصار كولو سره د نړۍ د ظالمانو د كوم هم خطر سمدستي ٬ پرېكنده او مزاحمتي ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ دے٬ كوم چې د تصور نه هم زيات دے۔

مزید خبریں