د ترهګرۍ په اړه د افغان دوه مخيزه پاليسي څرګنده شوه

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د ترهګرۍ په اړه دوه مخيزه پاليسي څرګنده شوې٬ د دوحه لوظنامې رايادٶنكے هېواد افغانستان دې وړومبے خپلې كورنۍ چارې سمې كړي او د ترهګرو سهولت كاري دي پرېږدي٬ دوه مخيزه پاليسي خپلول او د ډرامې كولو په ځاے به افغانستان له په منطقه كښې د امن لاره هوارولو كښې خپل كردار لوبول وي۔ د ګل په ورځ د جاري تفصيلات …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د ترهګرۍ په اړه دوه مخيزه پاليسي څرګنده شوې٬ د دوحه لوظنامې رايادٶنكے هېواد افغانستان دې وړومبے خپلې كورنۍ چارې سمې كړي او د ترهګرو سهولت كاري دي پرېږدي٬ دوه مخيزه پاليسي خپلول او د ډرامې كولو په ځاے به افغانستان له په منطقه كښې د امن لاره هوارولو كښې خپل كردار لوبول وي۔ د ګل په ورځ د جاري تفصيلات له مخې افغان حکومت امريکې څخه په دوحه تړون د عملدرامد خواست كړے دے٬ بلخوا افغان حكومت پخپله خاوره د پاكستان مخالف ترهګرو ته په تحفظ وركولو كښې بوخت دے٬ افغانستان د ډونلډ ټرمپ لخوا د بګرام ائير بيس بېرته اغستو په مطالبه امريكې څخه په دوحه تړون د عمل مطالبه كړې ده٬ افغان حکومت امريکې ته ورياده كړې چې د ” دوحه لوظنامې له مخې د افغانستان د سيمه ايزې سلامتيا او د آزادۍ احترام او مداخلت څخه ډډه كول دي٬ افغانستان د دوحه امن تړون له مخې خپله خاوره د ترهګرۍ او د ګاٶنډيانو هېوادونو په ضد دراندازي لپاره د نه كارولو ضمانت وركړے ٶ٬ د افغان حکومت په دوحه لوظنامه د عمل كولو درخواست يوازې ډرامه ده٬ د شواهدو نه ثابت ده چې افغانستان په پاکستان كښې د ترهګرۍ د كاروائيو سرپرستي جاري ساتلو كښې بوخت دے ٬ پاکستان يو شمېر وارې د افغانستان د فتنه الخوارجو په ترهګرۍ كښې د سهولت کارۍ شواهد نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړي ٬ په دغې شواهدو كښې په افغان خاوره د فتنه الخوارجو خارجي مشر نور ولي محسود فون کال هم شامل دے٬ خارجي نور ولي او خارجي غټ حاجي فون کال په ريکارډنګ كښې ترهګرو ته هدايات وركوي٬ په مارچ كال 2025 كښې د بلوچستان په ټوبه کاکړو سيمه كښې نيولې شوي ترهګر اسام الدين اعتراف كړے ٶ چې “افغانستان څخه په ازغن تار پاكستان ته راغلے يم”۔ د 8 اګست په شپه امنيتي ځواكونو سمبازا، بلوچستان كښې د افغان بارډرد لارې د داخلېدو هڅه كوٶنكو فتنه الخوارجو د ډلې 47 ترهګر وژلي٬ په ستمبر كال 2025 كښې پاك پوځ په كامياب اپرېشن حېدر كښې د حافظ ګل بهادر ګروپ خارجي عبدالصمد عرف صمد سرنډر كولو سره په افغانستان كښې د ترهګرۍ د تربيې ترلاسه كولو اعتراف كړے ٶ٬ د دوحه تړون يادوٶنكے افغانستان دې وړومبے خپلې كونۍ چارې سمې كړي او د ترهګرو سهولت كاري دې پرېږدي٬ دوه مخيزه پاليسي خپلول او د ډرامې كولو په ځاے به افغانستان له په منطقه كښې د امن لاره هوارولو كښې خپل كردار ولوبول وي

مزید خبریں