رياض۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس د مملكت په بېلا بېلو سيمو كښې د زيارت تر ورځې د باران پېشنګوئي كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي عرب جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس تېره ورځ بيان كښې ووئېل په مكه مكرمه منطقه كښې د درميانې درجې نه زيات باران ٬ سېلابي صورتحال٬ د واورې ورېدو او جاكړ امكان دے۔ …
د سعودي عرب په بېلا بېلو سيمو كښې د باران امكان دے

مزید خبریں
رياض۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس د مملكت په بېلا بېلو سيمو كښې د زيارت تر ورځې د باران پېشنګوئي كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي عرب جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس تېره ورځ بيان كښې ووئېل په مكه مكرمه منطقه كښې د درميانې درجې نه زيات باران ٬ سېلابي صورتحال٬ د واورې ورېدو او جاكړ امكان دے۔ جازان ٬ عسير او الباحه منطقه كښې د درميانه درجې د تېز باران او په مدينه منوره كښې ٬ رياض ٬ قصيم ٬ حائل ٬ اشرقيه او نجران كښې د نري باران امكان دے۔ ډائرېكټورېټ وګرو ته د احتياطي تدابير اختيارولو سره وئېلي دي چې هغوي د سېلاب نه د ځپليو ځايونو ٬ واديو او د اوبو لاندې زمكو نه ځان اوساتئ۔ داسې ځايونه چرته چې د باران اوبه ولاړې وي د لامبو وهلو نه ډډه وكړئ او د سركاري چېنلز از سوشل مېډيا پلېټ فارمز د لارې په اعلان كړي د شهري دفاع په سپارښتنو عمل درآمد وكړئ۔










