مقبوضه بېت المقدس۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د فلسطين خارجه وزارت د برطانيه ٬ كاناډا٬ آسټريليا او پرتګال لخوا د فلسطين رياست تسليمولو اعلان هر كلے كړے دے۔ د العربيه اردو تر مخه د فلسطين خارجه وزير فارسن آغا بكيان د العربيه او الحدث سره خبرو كښې دا پرېكړې مېړنۍ ګرځولو سره ووئېل دا ورځ د فلسطين اولس لپاره تاريخ ساز ده۔ هغه ووئېل مونږ د سعودي عرب دې …
د فلسطين په نړيواله توګه تسليمولو كښې د سعودي كردار د ستائنې وړ دے٬ د فلسطين خارجه وزارت

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د فلسطين خارجه وزارت د برطانيه ٬ كاناډا٬ آسټريليا او پرتګال لخوا د فلسطين رياست تسليمولو اعلان هر كلے كړے دے۔ د العربيه اردو تر مخه د فلسطين خارجه وزير فارسن آغا بكيان د العربيه او الحدث سره خبرو كښې دا پرېكړې مېړنۍ ګرځولو سره ووئېل دا ورځ د فلسطين اولس لپاره تاريخ ساز ده۔ هغه ووئېل مونږ د سعودي عرب دې غوره كردار ته د قدر په سترګو ګورو چا چې د فلسطين تسليمولو لړۍ مخ په وړاندې بوتللو كښې ښكاره كردار ادا كړو۔ هغه ووئېل د برطانيې لخوا د فلسطين رياست تسليمول خپل خاص اهميت لري ځكه چې دا اقدام د فلسطين موقف ته وده وركوي او د قابض اسرائيل لپاره يو طاقتور پېغام دے ۔ هغه ووئېل دوه رياستي حل بس يوازينۍ لاره ده او اوس وخت راغلے چې ټولې ډلې دا حقيقت تسليم كړي چې د فلسطين رياست وجود مومي۔










