اسلام آباد۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ته د امرېكې خارجه وزير ماركوربېو لخوا ټېلې فون شوے چې پكښې دواړو په سيمه ايز او نړيوال تازه صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو د خيالاو څرګندونه وكړه۔ د العربيه تر مخه دواړو وزيرانو تر مينځه دا خبرې په داسې وخت كښې وشوې چې كله په نيو يارك كښې د ملګرو …
د سعودي خارجه وزير د امرېكې خپل هم منصب سره ټېلې فوني تماس٬ په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ته د امرېكې خارجه وزير ماركوربېو لخوا ټېلې فون شوے چې پكښې دواړو په سيمه ايز او نړيوال تازه صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو د خيالاو څرګندونه وكړه۔ د العربيه تر مخه دواړو وزيرانو تر مينځه دا خبرې په داسې وخت كښې وشوې چې كله په نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 80 مه غونډې لپاره كار روان دے۔ شهزاده فېصل بن فرحان په دغه اعلې كچه نړيوال كانفرنس كښې د مملكت د پلاوي مشري كوي۔ دا كانفرنس د فلسطين مسلې امناكه حل او د لارښودو په كچه د دوه رياستي حل نفاذ لپاره كېږي ۔ سعودي خارجه وزير به د دوه رياستي حل نافذ كولو لپاره د نړيوال اتحاد د اعلې كچ وزارتې غونډه كښې به هم ګدون كوي۔ د خپلو خبرو په مهال د سعودي خارجه وزير د فلسطنيانو ستونزې ختمولو او د روان تشدد مخ نيوي لپاره د خپل هېواد د موقف تجيد وكړو۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې په ټولو نړيوالو فررمز د فلسطين مسئلې ته پام لرنه كوو٬ هغه ووئېل زمونږ هېواد د يو خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدو له د منصفانه حل لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي۔










