د وطن پرېښودونكو مخ نيوي لپاره د پوځ استعمال بشمول هر ممكن طريقه اختيار كړې٬ د امرېكې صدر د برطانيي وزيراعظم ته مشوره

لندن۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي هغه د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر ته هېواد ته د امېګرېشن د مخ نيوي مشوره وركړې ده۔ هغه وئېلې دي كه حاجت پېښ شو نو پوځ استعمال كړې۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې صدر تېره ورځ لندن كښې خبريالانو ته ووئېل د نورو هېوادونو نه خلق برطانيې ته راځي او ما د برطانيې وزيراعظم ته …

لندن۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي هغه د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر ته هېواد ته د امېګرېشن د مخ نيوي مشوره وركړې ده۔ هغه وئېلې دي كه حاجت پېښ شو نو پوځ استعمال كړې۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې صدر تېره ورځ لندن كښې خبريالانو ته ووئېل د نورو هېوادونو نه خلق برطانيې ته راځي او ما د برطانيې وزيراعظم ته وئېلې دي كه ستا په ځائے زه ووم نو ما به د هغوي مخه نيولې وه ۔ هغه ووئېل د وطن پرېښودونكو مخ نيوي لپاره د پوځ كارولو بشمول هره طريقه استعمالول غواړي۔ په دې د برطانيي وزيراعظم ووئېل د برطانيي د فرانس سره “يو دې راشي “يو دې لاړ شي” لوظ نامه مهمه ده او دا ثابت كول ضروري ده چې دا نظام كار كولې شي۔ د امرېكې صدر د پرېس كانفرنس په مهال د برطانيې وزيراعظم ووئېل د فرانس سره د كډوالو د ستنېدو لوظنامه موثره كول ډېره مهمه ده دغسې چې هېواد ته د غېر قانوني كډوالو راتګ مخ نيوے اوشي۔؟ د امرېكې صدر ووئېل زه د برطانيې وزيراعظم سره د فلسطين د رياست په توګه په تسليمولو اختلاف لرم ٬ په اصل كښې دا زمونږ د نورو اختلافاتو نه يو دے۔ بل پلو د برطانيي وزيراعظم ووئېل په غزه كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د اسرائيل او فلسطين تر مينځه د امن روډ مېپ ضرورت په اړه د ټرمپ او زما موقف يو ډول دے۔ مونږ په دې خبره متفق يو چې د امن او يو واضحه روډ مېپ ضرورت دے ځكه چې د غزه صورتحال د زغملو نه دے۔

مزید خبریں