فرانس په راروانو څو ورځو كښې په ايران د بندېزونو بحالولو اعلان وكړو

پېرس 19 ستمبر (اے پي پي ) فرانس په ايران راروانو څو ورځو كښې د بندېزونو بحالولو اعلان كړے دے۔ د العربيه اردو تر مخه د فرانس صدر ايمانويل مېكرون وئېلې دي مونږ هيله لرو چې د ايران جوهري پروګرام په وجه به د ايران خلاف د نړيوالو بندېزونو د سره بيا اطلاق د روانې مياشت تر اختتام ممكن شي۔ د اسرائيل ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئېل مونږ …

پېرس 19 ستمبر (اے پي پي ) فرانس په ايران راروانو څو ورځو كښې د بندېزونو بحالولو اعلان كړے دے۔ د العربيه اردو تر مخه د فرانس صدر ايمانويل مېكرون وئېلې دي مونږ هيله لرو چې د ايران جوهري پروګرام په وجه به د ايران خلاف د نړيوالو بندېزونو د سره بيا اطلاق د روانې مياشت تر اختتام ممكن شي۔ د اسرائيل ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئېل مونږ د ايرانيانو له اړخه چې كوم تازه خبر اوورو د هغې نه پرېښي چې ايران د سنجيدګۍ څرګندونه نه كوي۔برطانيه ٬ المان او فرانس په 2015 كښې د ايران جوهري پروګرام په لړ كښې په نړيواله لوظ نامه لاس ليك كوونكو 6 هېوادونو كښې شامل وو۔ دغې دريو واړو د اوسني ايران اسرائيل جنګ نه پس هم ايران سره بيا په جوهري پروګرام خبرو اترو ته اتفاق كړے ؤ خو په دغه لړ كښې شوې خبرې كومې نتيجې ته اونه رسېدلې۔ د كومو نه پس چې دغې اروپائي هېوادونو دړكه وركړې وه چې د 2015 لوظ نامې نه وړاندې صورتحال ته راتللے شي او ايران د سره بيا نړيوالو بندېزونو سره مخ كېدے شي۔ فرانسوي صدر ووئېل د ايران جوهري پروګرام په اړه زمونږ د هېواد موقف عمر له واضحه پاتي دے ۔ زمونږ د ايران نه غوښتنې هم د ټولو په وړاندې دي ۔ هغه زياته كړه زه پوهېږم چې دا د اسرائيل لپاره هم مهمه معامله ده۔ هغه ووئېل مونږ د ايران جوهري وسلو ته كله هم د كم خطر په تژګه نه دي كتلي لكه اوس چې د ايران بېلسټك مېزائل هم رامخې ته شول او د ايران لخوا منطقې نه چېلنج هم زيات شو۔

مزید خبریں