ماسكو۔ 18 ستمبر (اےپي پي) روسيه د امرېكې قدامت خوښي كاركن چارلي كرك د وژنې په اړه د معلوماتي كمپائن چلولو تورونه رد كرې دي۔ د تاس تر مخه د روسيه سفارت وياند بونداروف وئېلې دي روس د كوم هم هېواد بشمول د امرېكې په كورنيو چارو كښې لاس وهنه نه كوي او نه د داسې كولو اراده لري۔ د هغه وېنا وه د دې خفګاني پیښې د روسيه مخالف …
روسيه د چارلي كرك په وژنه د اطلاعاتي كمپائن چلولو تورونه رد كړل

مزید خبریں
ماسكو۔ 18 ستمبر (اےپي پي) روسيه د امرېكې قدامت خوښي كاركن چارلي كرك د وژنې په اړه د معلوماتي كمپائن چلولو تورونه رد كرې دي۔ د تاس تر مخه د روسيه سفارت وياند بونداروف وئېلې دي روس د كوم هم هېواد بشمول د امرېكې په كورنيو چارو كښې لاس وهنه نه كوي او نه د داسې كولو اراده لري۔ د هغه وېنا وه د دې خفګاني پیښې د روسيه مخالف جذبات لپاره كارونه د بهانې په توګه د نه قبلولو وړ ده۔ واضحه دې وي چارلي كرك د صدر ډونلډ ټرمپ مرستياله ؤ او په 10 ستمبر د يوټاو په يو پوهنتون كښې د وېنا كولو په مهال ويشتلے شوے ؤ۔ د قتل تورن 22 كلن ټائلر رابنس په 11 ستمبر ګرفتار كړے شوے ؤ٬ په چا چې 7 مختلف تورونه لګولې شوي دي چې پكښې د سنګين قتل ٬ د ډزو څخه د سخت جسماني زيان او د ګواه متاثره كولو هڅه شامله ده۔ صدر ټرمپ تورن ته د مرګ سزا وركولو خواهش څرګند كړے او د يوټاه ګورنر اسپينسر وېنا ده پوليس خيال لري چې تورن په يوازې ځان دا هر څه كړې دي۔










