افغانستان كښې سیاسي بحران، د ملګرو ملتونو استازيد نړيوالې ورورولۍ نهد روابطو جاري ساتلو غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه ۔18ستمبر (اے پي پي ) ملګرو ملتونو كښې د افغانستان لپاره د سیکریټري جنرل خاص استازي روزا اوتونبائیووا پخپل الوداعي خطاب كښې نړيوالۍ ورورولۍ ته غږكړےچې هغوي د افغانستان سره رابطې او مرسته روانه اوساتي، باوجود د دې چې هېواد دا وخت د ګڼوسختو بحرانونو ښكار دے ۔ نیویارک كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غونډې ته د ویډیو لنک د لارې خطاب کښې اوتونبائیووا ووئېلهر څو چېپه …

ملګري ملتونه ۔18ستمبر (اے پي پي ) ملګرو ملتونو كښې د افغانستان لپاره د سیکریټري جنرل خاص استازي روزا اوتونبائیووا پخپل الوداعي خطاب كښې نړيوالۍ ورورولۍ ته غږكړےچې هغوي د افغانستان سره رابطې او مرسته روانه اوساتي، باوجود د دې چې هېواد دا وخت د ګڼوسختو بحرانونو ښكار دے ۔ نیویارک كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غونډې ته د ویډیو لنک د لارې خطاب کښې اوتونبائیووا ووئېلهر څو چېپه څوورځوكښې افغانستان پرېږدم ، خو د هغهد مشاهدې تر مخه زياتره افغانان د ڼريوالۍ ورورولۍ سره د پرله پسې رابطې خوښي لري ۔ هغه هيله ولرله چې داسې يوه لاره به ضرور راوځي د كومې څڅه به چې د افغانستان سرهګتور روابط قائم شي او دغه مرسته به پهخاوص توګه مېرمنو او ماشومانو لپاره مثبت نتائج رامخې ته كړي۔ هغه په طالب حکومت تنقید کښې ووئېللا دا واضحه نه دهچې هغوي به د موجودہ سیاسي ، معاشي او سماجي بحرانونو په حقیقت پسنده ډول مقابله وكړي یا نه، یا بيا د هغوي نظریاتي طرزِ عمل به د دې مسائلو حل كښېخنډجوړ شي ، د كوم سره به چېد اولس مشکلات لا زيات شي ۔هغه د طالبانود اړخه د اوسنې زلزلې نه پسد مرستې هلې ځلې وستائېلې، خو ورسره يې د ملګرو ملتونو مېرمنې ملازمانې په کابل كښې د دفترونو كښې د داخلېنه د ايسارولو اقدام سخت اندیښمند وګرځولو ۔ اوتونبائیووا ووئېل افغانستان ته دا وخت د نړيوالې مرستې د كمي ، اقتصادي بدحالۍ، غربت، قحط سالۍ، قدرتي آفتونو او د ګاونډي هېوادونو نه د بېرته راتلونكو كډوالو غوندې بحرانونو مخه ده ۔ د هغه تر مخه د ملګرو ملتونود اړخهوړاندې كړې “جامع تګلاره” بس يواځنےداسې فریم ورک دےكوم چې د طالبان اونړيوالۍ ورورولۍ ترمينځه د مؤثر رابطې ذریعه ګرځېدے شي او كه دغه وړاندې بوتللے شو تو افغانستان خپل معاشي او د انساني ترقۍ امکانات په غوره ډولبه تر لاسه كړے شي۔

مزید خبریں