ملګرنه ملتونه 17 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي پاكستان كښې د پشكال اوسنو بارانونو او سېلاب په سبب 60 لكه كسان ځپلې شوي دي ٬ دغس ې25 لكه بې كوره شوي دي٬ د سېلاب ځپلو سيمو صورتحال د "شديد انساني بحران" شكل اختيار كړے دے، نړيواله ورورولي دې د دې بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي ۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې (او …
پاکستان كښې د بارانونو او سېلاب په سبب 60 لكه كسان ځپلې شوي ٬ 25 لكه بې كوره شوتي دي٬ نړيواله ورورولي دې د دې بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګرنه ملتونه 17 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي پاكستان كښې د پشكال اوسنو بارانونو او سېلاب په سبب 60 لكه كسان ځپلې شوي دي ٬ دغس ې25 لكه بې كوره شوي دي٬ د سېلاب ځپلو سيمو صورتحال د “شديد انساني بحران” شكل اختيار كړے دے، نړيواله ورورولي دې د دې بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي ۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې (او سي اېچ اے) مشر کالوس ګيها خپل اوسني رپورټ كښې كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان پنجاب٬ خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې سېلاب ځائي آبادۍ په بشپړه توګه بې يارو مددګار كړې ده٬ څه چې مونږ وينو دا يوازې پېل دے٬ اصل تباهي د دې نه ډېره زياته ده٬ د رپورټ له مخئ د جون پائې څخه د سختو بارانونو په سبب تر اوسه نزدې زر كسان پحق رسېدلې دي چې پكښې 250 ماشومان هم دي٬ سېلاب څخه زيات زيان پنجاب كښې شوے چرته چې د هند لخوا د ډېم اوبو په پرېښودو په دريابونو كښې سېلاب تباهي كړې او 47 لكه كسان ځپلې شوې دي٬ يو شمېر سيمو كښې كلي ډوب شوي دي٬ سړكونه او پلونه تباه شوي دي او په 202 ملېن هېكټر په زرعي زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي دي ٬ د غنمو او د اوړو بيعه په ستمبر كښې 25 فيصده زياته شوې ده۔ کارلوس ګيها ووئيل دا ھغه كروندګر دي چې ټول هېواد پالي او نن هغوي سره نه زمكه شته٬ نه څاوري او نه سهارا۔ ده خپل رپورټ كښې ووئيل ملګرو ملتونو په سمدستي توګه مرستې لپاره 5 ملين ډالره جاري كړي او نور 1.5 ملېن ډالره ځائي اېن جي اوز ته وركړې شوي٬ خو د چارواكو وېنا ده چې اوس هم يو شمېر كليو سره رابطه منقطع ده او د مرستې سامان د بېړيو او چورلكو د لارې رسولې شي۔ ده ووئيل د سيلاب په سبب مليريا، ډينګي او د هيضې رنځونو د خپرېدو خطر زيات شوے او د اوبه٬ خوراك ٬ داروګانو او شېلټر ته اړتيا ده ۔ ده خپل رپورټ كښې زياته كړې چې اصل چېلنج راتلونكے پړاٶ دے كله چې به ځپلې بيا ژوند پلو ستنول وي۔ ده نړيوالې ورورولۍ ته ورياد كړل چې دا د پاكستان غلطي نه ده بلكې ھغه هېوادونه كوم چې د ماحولياتي بدلون ذمه وار دي ھغوي له به هم د دې بحران ذمه واري اغستل وي










